1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنه او بالکان هیوادونه د مهاجر پر پلان سره سلا سول

۱۳۹۴ آبان ۴, دوشنبه

د بالکان هیوادونو وکولای سول یو وار بیا یو له بل سره خبري وکړې. اروپايي ټولني هغوی دې ته وهڅول چی د سلو زرور مهاجرو له پاره دي سرپناوی جوړې کړي.

https://p.dw.com/p/1GuDN
انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخهانځور: Getty Images/J. Mitchell

اروپا ته د مهاجرت په اړه نور معلومات دلته ولولئ

په بروکسل کي له بالکان هیوادونو سره د اروپايي ټولني تر ځانگړې غونډي وروسته هم د جرمني صدراعظمه ستړې نه معلومیده او بیا یې هم دا خبره تکراروله چي د مهاجرو بحران د اروپايي ټولني له پاره یوه سخته آزموینه ده. له بلې خوا ویل کیږي چي په غونډه کي د مهاجرو د بحران په هکله خبري اتري هم له ستونزو ډکي وې.

مخکي تر دې هم د سلوانیا صدراعظم میرو کیرار، په دې اړه خبرداری ورکړی وو، چي که چیري گاونډي هیوادونه په ښه ډول گډه همکاري سره نه وکړي، نو دا به د اروپايي ټولني د له منځه تلو په معنی وي.

په پای کي هغه ته دا هیله مندي پیدا سوه چي کروشیا به د بروکسل په غونډه کي خپلي ورکول سوي ژمنې عملي کړي او سلوانیا ته به د نوو مهاجرو د راتگ په اړه معلومات ورکوي. له بلي خوا کیرار، په دې اړه خپله اندېښنه هم څرگنده کړه چي که آلمان او اتریش خپل سرحدونه وتړی، نو د بالکان پرهیوادونو به د مهاجرو فشار ډیر زیات سي.

Symbolbild Ungarn macht Grenze dicht
انځور: Getty Images/A. Kurucz

یونکر خپل ۱۷ فقره یې پلان تصویب کړ

د اروپايي ټولني کمېسیون مشر جان کلود یونکر، د غوندي مهمه نتیجه داسي اعلان کړه چي د مهاجرو په اړه سیاست باید نور پای ته ورسیږي، که هغوی ثبت نه سي نو حقوق هم نه ورکول کیږي.

سربیره پر دې د غونډي گډون کوونکي حکومتي مشران پر دې خبره سره سلا سول چي د هغوی گاونډي هیوادونه باید د ډیرو مهاجرو ته د راتگ په اړه یو بل ته خبر ورکړي.

همدارنگه به د ۵۰ زرو مهاجرو له پاره د بالکان پر لاره د ملگرو ملتو د ادارې له خوا سرپناوی هم جوړ سي.

په ملگرو ملتو کي د کډوالو کمیسار انتونیو گوتیریس، د ژمي په راتگ سره د مهاجرو د ستونزمن حالت په اړه اندېښنه څرگنده کړه. دا لا معلومه نه ده چي د هغه سازمان به د کډوالو له پاره عاجلې خېمې برابري کاندي او که څنگه.

همدارنگه په یونان کي هم د ۵۰ زرو مهاجرو له پاره د نورو سرپناوو د رامنځته کیدو په هکله هم یوه پریکړه وسوه. سلوانیا او هنگري، یونان مسئول وباله چي له ترکیې سره خپل سرحد نه کنترولوي او کډوال نه ثبتوي. همدارنگه د هنگري پر صدراعظم ویکتور اوربان باندي هم سخت انتقاد وسو چي خپل سرحدونه یې تړلي او کډوال مجبوره دي چي د کروشیا او سلوانیا څخه تیر سي.

Merkel auf dem Balkan-Gipfel in Brüssel am 25.10.2015
انځور: REUTERS/Francois Lenoir

د یونان صدراعظم الکسیس څیپراس، هم تر سخت فشار لاندي راغی چي د کال تر پایه به د کډوالو د ثبتولو له پاره پنځه عاجل لوی مرکزونه جوړوي. خو هغه په دې اړه هم انتقاد وکړ چي ولي د ترکیې صدراعظم غونډې ته نه دی وربلل سوی او پرته له هغه به د حل کومه لاره هم رامنځته نه سي. دا په داسي حال کی چي انگیلا میرکل تل له ترکیې سره د گډ کار په هکله خبري کوي.

د بحران د مؤقتي حل له پاره پلان

د جرمنی صدراعظمې انگیلا میرکل د بالکان پر هیوادونو انتقاد وکړ چي د وروستیو خپاره سوو تصویرونو له مخي له مهاجرو سره د هغوی ناوړه چلند د اروپايي ټولني له ارزښتونو سره سمون نه لري. هغې هیله وښوده، چي تر غونډې وروسته به دوی ټوله خپل مسولیتونه درک کړي. خو په دې نه پوهیږي چي د تیرو غونډو په څیر به هر یو خپل هیواد ته ستون سي او په دې اړه به کوم بدلون رامنځته نه کړي.

پاکستان او افغانستان ته د کډوالو استول

انگیلا میرکل په پای کی وویل چي په لومړي سر کي دا مهمه ده چي هر څه په مؤقتي ډول منظم سي. دا هیله منده ده چي یونان به هم د ترکیې سره په سلا مهاجر په ښه ډول ومني. پر دې سربيره باید د آسیايي هیوادونو لکه، بنگله دیش او پاکستان رد سوي کډوال ژر بیرته ولیږل سي.

اروپايي ټولنه باید د مهاجرو د بیرته استولو په هکله له افغانستان سره هم یوې نتیجې ته ورسیږي. هغې زیاته کړه هغه څه چي تر اوسه پوري تصویب سوي، ټول مشکلات نه سي حلولای. اروپايي ټولنه باید په دوو اونیو کي اوسنی پلان عملي کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب