1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو پر وړاندې د اروپايي هيوادونو دريځونه

۱۳۹۷ تیر ۳, یکشنبه

په ۲۰۱۵م کال کې د اوپا د مهاجرت بحران له پيله راهيسې د اروپايي اتحاديې غړي هيوادونه پردې نه دي توانيدلي چې د مهاجرت پر مسئلې يو ګډ سياست ولري. دويچه ويله په دې هکله د هر هيواد دريځ ته کتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/30B4V
EU Gipfel Brüssel Runder Tisch
انځور: Reuters/J.Warnand

 آلمان

د آلمان صدراعظمې انګیلا میرکل تل هڅه کړې ده چې د مهاجرت بحران ته د اروپايي اتحاديې په کچه يوه د حل لاره پيدا شي.

د جرمني حکومت په ۲۰۱۵م کال کې د مهاجرت بحران له پيله راهيسي هڅې کوي، ترڅو هغه مهاجر چې د ايټاليا او يونان په څير لمړنيو هيوادونو کې بند پاتي دي، د سهميې پر اساس د اروپايي اتحاديې پر نورو غړو هيوادونو وويشل شي.

خو میرکل په دې تړاو د خپل محافظه کاره ګوند (سي. دي. يو) ځينو غړو، د خپل اتحادي ګوند بايرن مسيحي اتحاد (سی. اس. يو) او حتی د اروپاد اتحاديې د ځينو غړو هيوادونو له انتقادونو سره مخامخ شوې ده.

میرکل په عين وخت کې د اروپايي اتحاديې د دباندنیوسرحدونو د لا ځواکمنيدو او د دغو سرحدونو د ساتنې آژانس «فرونتکس» کې د ځواکونو د لا ډيريدو له وړانديزونو څخه ملاتړ کړی دی.

فرانسه

د فرانسې حکومت هم د میرکل په څير مهاجرت مسئلې ته د اروپاد اتحاديې په کچه حل لارې باندي فکر کوي. د فرانسې جمهوررييس امانوئیل ماکرون وايي چې په اروپا کې بايد د«همغږۍ او مسئوليت يو لا ښه موثر سيستم» رامنځته سي.

ماکرون د «اورپايي اتحاديې د دباندنیوسرحدونو د ساتنې آژانس» (فرونتکس) د تقوېې، انساني قاچاق سره د مبارزې او د داسې يو سيستم د رامنځ ته کيدو پلوي کوي،چې پراساس يې مهاجرین په منصفانه توګه پر اروپايي هيوادونو وويشل شي.

خو په هيواد کې دننه بیا د فرانسې حکومت د غيرقانوني مهاجرو پر وړاندې سخت سياست غوره کړی دی. فرانسې په اپريل مياشت کې د غير مهاجرو پر وړاندې د لا سختو اقداماتو ترسره کول تصويب کړل. د بيلګې په توګه يو مهاجر کيدای شي له سختو مجازاتو سره مخ شي او حتی ۹۰ ورځې توقيف شي، په داسې حال کې چې مخکې دغه موده ۴۵ ورځې وه.

ایټالیا

د ایټالیا عوامپاله او پوپوليست حکومت د غيرقانوني مهاجرتونو پر وړاندې ډير سخت دريځ اختيار کړی دی. د دغه هیواد د کورنيو چارو وزير ماتئو سالويني هم د اروپايي اتحاديې ددباندنیو سرحدونو د لا کلکيدو غوښتونکی دی.

د ایټالیا حکومت په عمل کې هم خپل د مهاجرت ضد سياست ثابت کړی دی. دغه هیواد د مرستندويانو کشتۍ چې په مديترانه کي مهاجرو ته نجات ورکوي، پرې نه ښودې چې په ايټاليا کې لنګر واچوي. حکومت حتی ګواښ وکړ چې د ژغورنۍ کشتۍ به بيرته واستوي ځکه ډيرۍ يې په غيرقانوني توګه فعاليت کوي.

Italien | Matteo Salvini
د ايتالیا د کورنيو چارو وزير متيو سالويني : «موږ حتی نور يو مهاجر هم نه شو منلی.»انځور: Reuters/A. Bianchi

د ایټالیا د کورنيو چارو وزير سالويني په مشرۍ د هغه ګوند «ليک» په تيرو انتخاباتو کې وروسته تر هغه بريالی شو، چې ويلي یې وو په سلونو زره اقتصادي مهاجر به له ايتاليا څخه وباسي. ایټالیا هغه مهاجر هم نه مني چې د اروپايي اتحاديې بل غړي هيواد کې رد شوي وي. د ايتاليا د کورنيو چارو وزير آلماني رسنيو ته ويلي دي چې «موږ حتی نور يو نفر هم نشو منلی.»

وروسته ترهغه چې په ۲۰۱۶م کال کې د بالکان لارې د مهاجرو پر مخ وتړل شوې، د آسيا، افريقا او منځني ختيځ څخه اروپا ته د سخت اقتصادي بحرانونو له وجې تلونکو مهاجرو د ایټالیا پر لور سمندري نوې لاره انتخاب کړه. پر دغې خطرناکې لارې په زرونو مهاجر مړه شوي هم دي.

اتریش

د صدراعظم سبستيان کورڅ په مشرۍ د اطريش حکومت هم د اروپايي اتحاديې د دباندنیو سرحدونو د لا تقويې غوښتونکی دی. د کورڅ حکومت د مهاجرت په وړاندې سخت سياست لري، په همدې دليل د اروپايي اتحاديې د نورو ځينو غړو هيوادونو؛ لکه: پولینډ، هنګري او د چک جمهورت ملاتړ له ځانه سره لري.

کورڅ د مهاجرت په تړاو د انګیلا میرکل د خلاصو دروازو د سياست له منتقدانو څخه يو دی. د اطريش صدراعظم د اروپايي اتحاديې د دباندنیو سرحدونو د لا تقویې  او د «فرونتکس» آژانس د ظرفيت لوړو له طرحې څخه هم ملاتړ کوي. دغه طرحه د میرکل د وړانديزونو په مخ کې قرار لري.

پولینډ

پولینډ له ۲۰۱۵م کال راهيسې په پر له پسې ډول د غيرقانوني مهاجرو له منلو ‌ډ‌‌‌ډه کړې او په ځانګړې توګه يې د اروپايي اتحاديې له خوا د سهميې منل رد کړي دي. وارسا ددغه سخت دريځ دلیل خپل د ملي امنيت مسئله راوړي.

پولینډ هم غواړي چې د «فرانتکس» آژانس دې تقويه شي تر څو د سرحدونو د لا کليدو په نتيجه اروپايي اتحاديې ته د غيرقانوني مهاجرتونو سره مبارزه چټکه شوي وي.

پولینډ د پناه غوښتنې له شاوخوا ۵ زره عريضو څخه يوازې ۵۲۰ يې منلي دي. ډيری دغه کسان د پخواني شوروي د اوکراين او تاجکستان په څير هيوادونو څخه دي.

یونان

Österreich Flüchtlinge bei Mistlberg an der Grenze zu Deutschland
په ۲۱۰۵ کال له ۸۲۰ زرو څخه ډير مهاجر د يونان له طريقه اروپايي اتحاديې ته دننه شول.انځور: Getty Images/S. Gallup

يونان په ۲۰۱۵م کال کې د مهاجرت لوی بحران تجربه کړ. په دغه کال له ۸۲۰ زرو څخه ډير مهاجر د يونان له طريقه اروپايي اتحاديې ته دننه شول. خو وروسته له هغې چې د ترکيې او اروپايي اتحاديې تر منځ د مهاجرت پر موضوع تړون لاسليک شو د يونان په ټاپوګانو کې د نوو مهاجرو شمير ډير ښکته شو.

د يونان صدراعظم الکسيس سيپراس د اروپايي اتحاديې نورو غړو هيوادونو څخه غوښتي دي تر څو ددغې اتحاديې لمړنيو هيوادونو سره چې د مهاجرتونو ډير رش ورباندې دی، مرستې وکړي.

سيپراس د روان کال په جنورۍ مياشتې کې ويلي وو: «موږ بايد يو له بل سره مرسته وکړو او د مهاجرت يو ګډ سياست جوړ کړو، داسې يو سياست چې د هغو هيوادونو پيوستون وښيي چې د مهاجرت دسترو څپو سره مخ دي.»

دویچه وله / ع. ح/ م. ک. ص

زموږ له آرشيف څخه د مهاجرت پر موضوع يو انځوريز رپوټ: