1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي اتحاديې مهاجرو ته ۷۰۰ مليونه يورو ومنلې

۱۳۹۴ اسفند ۲۵, سه‌شنبه

اروپايي اتحاديې د مهاجرو سره د مرستو له پاره د ځانګړي صندوق طرحه ومنله. په عيني حال کي د يونان لومړي وزير څيپراس ويلي چي د بالکان د لاري بيا پرانستل کېدل هيڅ امکان نه لري.

https://p.dw.com/p/1IDXO
انځور: DW/H.-S. Lee

اروپايي اتحاديې هغه طرحه ومنله چي له مخي يې تر ۲۰۱۸ کال پوري د مهاجرو سره د مرستو له پاره تر ۷۰۰ ملیونو يورو پوري پيسې ځانګړي کيږي. یاد مقدار پيسې به د همدغه مقصد له پاره په ځانګړي صندوق کي واچول سي. دا خبر د اروپا شورا ورکړی دی. دا په داسي حال کي ده چي د بالکان د لاري د بندېدو وروسته تقريبا ۳۵۰۰۰ پناه غوښتونکي په یونان کي بند پاته دي او په بېړنۍ توګه مرستو ته اړتیا لري. د مرستو د ياد صندوق څخه به نور هيوادونه هم د مهاجرو له پاره د مرستو غوښتنه وکولای سي.

د هالنډ د بهرنيو چارو وزير بېرت کوندرس وويل چي د يادو اضطراري مرستو منل ښيي چي «اروپايي اتحاديه په داسي سخت وخت کي د يونان تر اړخ ولاړه ده.» هالنډ د اروپايي شورا دوره يي مشري په غاړه لري. ويل سوي چي ځانګړي سوي مقدار پيسې به د مهاجرو د بنسټيزه اړتياؤ لکه خوراک، اوبه، د سرپټي ځايونه او طبي مراقب تر هودې د وتلو له پاره مصرف کړل سي. په دې ترڅ کي د روان مېلادي کال له پاره ۳۰۰ مليونه يورو مرستي په پام کي نيول سوي دي. خو د هغه وروسته په راتلونکو دوو کالو کي به هر کال ۲۰۰ يورو د ياد مقصد له پاره مصرفيږي.

هغه شبنامه چي په ايدوميني کي د مهاجرو تر منځ وېشل سوې
هغه شبنامه چي په ايدوميني کي د مهاجرو تر منځ وېشل سوېانځور: DW/O. Sallet

«هيڅ امکان نه لري»

په عيني حال کي د يونان لومړي وزير الېکسس څيپراس هغه اعلان په سخته غندلی دی، چي پکښي د ايدوميني پر بندو راغلو مهاجرو ږغ سوی ؤ چي مقدونيې ته دي واوړي. دغه اعلان پر شپې پاڼو يا شبنامو ليکل سوی ؤ چي د مهاجرو تر منځ وېشل سوي دي. په دغو پاڼو کي بشپړ تفصيل ليکل سوی چي مهاجرو څنګه کولای سي چي د مقدونيې تر سرحدي موانعو څخه ليري پر نورو مشکلو لارو ځان مقدونې ته واوړوي.

په عيني حال کي خبرونه رسېدلي چي د دغه شبنامې د هداياتو سره سم په زرهاؤ پناه غوښتونکي په ناقانونه توګه و مقدونيې ته اوښتي چيري چي زياتره د پوليسو له خوا نيول سوي دي. الېکسس څيپراس دغه ډول اعلان د مهاجرو د ګواښ سره مخامخ کول بللي او ويلي يې دي چي د ايدوميني دننه موجود مهاجر دي د يونان پر حکومت اعتماد وکړي او په دغه سيمه کي جوړ سوي کمپ ته دي ځانونه ورسوي. هغه ويلي چي «د بالکان د لاري بيا پرانستل کېدل هيڅ امکان نه لري.»