1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي اتباع تر «بریگزټ» وروسته په بریتانیا کې پاتیدای شي

۱۳۹۶ تیر ۲, جمعه

د بریتانیا لومړۍ وزیر تریسا مې، ویلي دي چې هر هغه څوک چې د اروپايي اتحادیې د کوم غړي هیواد تابعیت ولري په بریتانیا کې ژوند کولای شي. دا هغه خبر وو چې په میلیونو کسان ورته په تمه ول.

https://p.dw.com/p/2fFx9
Belgien - May auf dem EU Gipfel in Brüssel
انځور: Reuters/F. Lenoir

د بریتانيا لومړۍ وزیرې تریسا مې ژمنه کړې ده چې له اروپايي اتحادیې څخه به د بریتانيا تر وتلو وروسته په دغه هیواد کې میشت د اروپايي اتحادیې وگړي نه ایستل کیږي. میرمن مې، دغه دریځ په بروکسل کې د اروپایي اتحادیې د دولتونو او حکومتونو د مشرانو په غونډه کې وړاندي کړی دی.

دا لومړی وار وو چې د بریتانيا حکومت مشره د دغې موضوع په هکله اساسي معلومات وړاندي کوي. له خپلو اروپایي سیالانو سره د ماښامنۍ پر مهال هغې دا ژمنه کړې ده چې «د اروپایي اتحادیې هغه وگړي چې اوسمهال په بریتانیا کې قانوني ژوند کوي، له اروپایي اتحادیې څخه د بریتانيا تر وتلو وروسته له دغه هیواده نه ایستل کیږي.» دغه رپوټ خبري آژانسونو د بریتانيا د حکومتي کړیو له قوله ورکړی دی.

د اروپايي محکمې صلاحیت

خو میرمن مې، د اروپايي محکمې د صلاحیت په هکله بل ډول دریځ غوره کړ. د اروپايي اتحادیې د باقې پاته دولتونو او حکومتونو مشرانو دا غوښتنه چې په لوگزمبورگ کې اروپايي محکمه په بریتانیا کې د میشتو اروپايي اتباعو اړونده مسایلو له پاره مسووله اوسي، مې په څرگنده توگه رد کړې ده. هغې ویلي دی چې یوازې په بریتانیا کې «ډیري معتبرې محکمې» د دغسو قضیو په هکله پریکړې کولای شي.

اوسمهال د اروپايي اتحادیې هر تبع چې پنځه کاله یې په بریتانیا کې ژوند کړی وي په بریتانیا کې د دایمي پاتېدو له پاره عریضه کولای شي. دا د اروپايي اتحادیې د هغو اتباعو په هکله هم صدق کوي چې تر یوې ځانگړي نېټې وروسته یې هلته سفر کړی وي، خو دغه نېټه لا تر اوسه مشخصه شوې نه ده. دغه نېټه باید د ۲۰۱۷م کال د مارچ میاشتې له ۲۹ نیټې څخه د ۲۰۱۹م کال د مارچ میاشتې تر پايه پوري یوه نیټه اوسي. د ۲۰۱۷م کال د مارچ په ۲۹ بریتانيا له اروپايي اتحادیې څخه د وتلو عریضه وړاندې کړه او د ۲۰۱۹م کال د مارچ مياشتي تر پايه پورې دغه وتل پلان شوي دي.

مې له خپل دغه وړاندیز سره دا غوښتنه هم تړلې ده چې د اروپايي اتحادیې په هیوادونو کې د ۱،۲ میلیونه بریتانويانو له پاره هم دغه ډول حقوق صدق وکړي. اروپایي اتحادیې هم د دې خبرې ډاډ ورکړی دی.

مېرکل: «موږ باید لا ډیر څه وکړو»

د آلمان صدراعظمې انگلا مېرکل، د تریسا مې، وړاندیز د یوه «ښه پېل» په توگه یاد کړی دی. خو هغې ویلي دي چې د بریگزټ په هکله «لا هم ډیرې پوښتنې شته» لکه مالي چارې او د شمالي آریرلنډ موضوع. میرکل ویلي دي چې لا هم ډیر څه پاته دي چې تر سره شي.

خو د لوگزمبوگ د بهرنیو چارو وزیر جین اسلبورن ویلي دي چې د تریسا مې، په وړاندیز کې کوم داسې ستر امیتاز نه ویني.

د تیرې دوشنبې په ورځ اروپایي اتحادیې او بریتانيا د بریگزټ په هکله پیچلي مذاکرات پېل کړل. په دغو مذاکراتو کې باید د اروپایي اتباعو د موقف تر څنگ له بریتانيا څخه د اروپایي اتحادیې د مالي تعهداتو د غوښتنې موضوع، چې بریتانيا یې مکلفیت لري هم روښانه شي.

په بریتانیا کې د اروپایي اتحادیې د غړو هیوادونو شا او خوا ۳،۲ میلیونه وگړي ژوند کوي. برعکس بیا د اروپایي اتحادیې په هیوادونو کې شا او خوا ۱،۲ میلیونه بریتانویان ژوند کوي.