1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا کې د تازه مهاجرو شمیره ډیره ښکته شوې

آژانسونه / محمد کريم صالح۱۳۹۵ خرداد ۲۹, شنبه

د روان کال په درو لمړیو میاشتو کې د اروپايي اتحادیې غړو هیوادونو کې د پناه غوښتونکو مهاجرو شمیره تر ۲۳۷ زرو پورې راښکته شوې ده.

https://p.dw.com/p/1J9Dj
انځور: Reuters/Marina Militare

د روان کال په درو لمړیو میاشتو کې د اروپايي اتحادیې غړیو هیوادونو کې د پناه غوښتونکو مهاجرو شمیره تر ۲۳۷۰۸۵ پورې راښکته شوې ده. په دې اړه د پنجشنبې ورځې خپاره شوي تازه مالومات ښيي چې په اروپا کې د مهاجرو لپاره اوس هم تر ټولو ښه ځای آلمان دي.

تیر کال اروپا د مهاجرو له یو ستر بحران سره لاس او ګریوان شوه، په دغه کال کې له یو میلیون څخه زیات مهاجر اروپايي هیوادونو ته راغلل. ډیرې دغه مهاجر له ترکیې څخه د آژه سمندرګي او بیا یونان له طریقه چې دمهاجرو تر ټولو مهمه لار ګڼل کیږي اروپا راغلل. اروپا ته د مهاجرو د سیلونو د مخنیوي په موخه د روان کال په مارچ میاشت کې د اروپايي اتحادیه او ترکيې ترمنځ یو تړون لاسلیک شو.

د اروپايي اتحادیې د احصائیې ادارې (Eurostat) د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د روان کال په لمړیو درو میاشتو کې د هغو مهاجرو آمار چې د «لمړي ځل» له پاره یې د پناه غوښتونې درخواستونو ورکړي دي، د ۲۰۱۵م کال د وروستيو درو میاشتو په پرتله ۳۳ سلنه ښکته شوي دي.

له دغو درخواستونو څخه ۴۰ سلنه یې سوریايي مهاجرو پورې اړوند ښودل شوي دي، په داسې حال کې چې د افغان او عراقي مهاجر آمار هر یو تر دولس دولس سلنې پورې ویل شوي دي.

ایروسیت وايي چې د «لمړي ځل له پاره» د درخواست ورکونکو مهاجرو له ډلې څخه د ۶۰ سلنه څخه زیات یې په آلمان کې ثبت شوي دي. له آلمان څخه وروسته ايټالیا د ۸ سلنې په لرلو دویم، فرانسه ۶ سلنه دریم، اتریش ۵ سلنه څلورم او بریتانیا د څلور سلنې مهاجرو په ثبتولو سره پنځم ځای خپل کړي دي.

د اروپايي اتحادیې او ترکیې تر منځ د شوي تړون په عملي کیدو سره، اوس مهاجرو د ژمې موسم له تیریدو راپدیخوا د مدیترانې سمندرګي له لارې ایټالیا ته د اوښتو نوې لاره غوره کړې ده.

د اروپايي اتحادیې د سرحدونو اداره، فرونټیکس، وايي چې یوازې په می میاشت کې ایټالیا ته له ۱۹ زره څخه زیات مهاجر راغلي دي چې دا له دوه برابره څخه زیات ډیر والي ښيي. فرونټیکس د دغه مطلب په ویلو سره خبر داری ورکړ چې له مصر څخه د راتلونکو مهاجرو شمیره به لوړه شي.

ایټالیا ته راغلیو مهاجرو کې تر ټولو زیات یې د سوريې هیواد اړوند دي.

فرونټیکس وايي نه یوازې دا چې په می میاشت کې ایټالیا ډیر زیات شمیر مهاجر راغلي، بلکه د روان کال په پنځو لمړیو میاشتو کې هم د راغلیو مهاجرو شمیره د تیر کال همدې مودې په پرتله پورته تللې ده.

د فروټیکس په وینا، داسې نښې نښانې شتون نلري چې ګڼې مهاجر دې له ترکیې څخه د مرکزي مدیترانې سمندرګي له لارې راوښتي وي، خو دغه ځای ته د« لویدېځې افریقا او د افریقا له ښاخ څخه د راتلونکو مهاجرو شمیر» مخ په زیاتیدو دی.