1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا د کابل په تور بازار کې د الکولي مشروباتو څېړنه کوي

۱۳۹۶ آبان ۲۹, دوشنبه

اروپايي څیړونکي د هغو تورونو په اړه څیړنې کوي چې د اروپايي دیپلوماتانو له خوا کابل ته راوړل شوي الکولي مشروبات، د دې ښار په تور بازار کې پلورل کیږي. د څیړنو د پیلیدو خبره د اروپايي ټولني یوه ویاند کړې ده.

https://p.dw.com/p/2nun7
Irland Nordirland Bushmills Destillerie Whisky
انځور: picture-alliance/dpa/P. Faith

ګاردین ورځپاڼي په خپل یوه رپوټ کې لیکلي دي چې د اروپايي چارواکو له پاره راوړل شوي الکولي مشروبات لکه: واین او داسې نور، د افغانستان د پلازمینې کابل په تور بازار کې پلورل کیږي. دغه رپوټ د ټولنیزو رسنیو د پیغامونو په حواله ورکړل شوی دی. اوس د اروپا د درغلیو ضد اداره دغه پیغامونه څیړي.

د اروپايي ټولنې ویاند د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «د اروپا د بهرنيو اقداماتو اداره، اروپايي کمیسیون او په کابل کې د اروپايي ټولني استازی په اګست میاشت کې له دغو تورونو خبر شول.»

د دغه ویاند په حواله تر دې سمدستې وروسته د اروپا د درغلیو ضد ادارې ته خبر ورکړل شوی دی چې د رسنیو له خوا خپاره شوي دغه تورونه وڅیړي. په افغانستان کې چې یو اکثریت مسلمان هیواد دی، د افغانانو له پاره د الکولي مشروباتو استفاده او له ځان سره د هغوی لرل منع دي، خو بیا هم په دې هیواد کې یو شمیر کسان په پټه دغه ډول مشروبات پلوري او هغو کسانو ته یې رسوي چې استعمالوي يې.

په افغانستان کې میشت بهرني سازمانونه او دیپلوماتیک ماموریتونه اجازه لري چې یوازي د خپلو بهرنیو کارکوونکو له پاره الکولي مشروبات وارد کړي. اوس نو د اروپا د درغلیو ضد اداره مخکې له دې چې یوه رسمي څیړنه پیل کړي، دغه ادعاوې ارزوي.

د اروپايي ټولنې ویاند ویلي دي: «د اروپا د بهرنیو اقداماتو اداره او اروپايي کمیسیون د ناسمو کړو وړو هر ډول تورونه ډیر زیات جدي بولي.»

د ګاردین له خوا ترلاسه شوي اسناد ښيي چې اروپايي پولنې د ۲۰ میاشتو په موده کې خپل د الکولي مشروباتو برابرونکي قراردادي ته تر۵۰۰ سوه زره ډالرو ډیري پیسې ورکړي دي.

AG/M.J

زموږ له ارشيف څخه: