1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«اروپا ته یو نیم میلیون غیر قانوني مهاجر راغلي»

۱۳۹۴ آذر ۲۵, چهارشنبه

د اروپایې اتحادیې د سرحدنو امنیتي ادارې فرنتیکس ویلي دي چې د روان کال له جنورۍ څخه تر نوامبر میاشتي پوري نژدې یونیم میلیونه کډوال اروپا ته په غیر قانوني توگه داخل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1HNye
انځور: Reuters/L. Foeger

د سه شنبې په ورځ د پولند هیواد په پلازمېنه وارسا کې د فرنتیکس دفتر له خوا د خپرو شوو شمیرو له مخې د روان کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې په مجموعي توگه ۱،۵۵ میلیونه مهاجر په غیر قانوني توگه د اروپا سرحدونو ته ننوتي دي.

د دغې ادارې په حواله یوازې په نوامبر میاشت کې د مهاجرو شمیر ۲۶۹۰۰۰ ته رسيږي. په داسې حال کې چې تر هغې یو میاشت مخکې ۲۸۳۰۰۰ مهاجر په غیر قانوني لارو اروپا ته داخل شوي دي.

د هوا د سړیدو له امله او د لاري د سختیو په هکله د عامه پوهاوي په پايله کې د ترکیې له لارې یونان ته په رسېدونکو پناه غوښتونکو کې د پام وړ کموالی لیدل کیږي. په نوامبر میاشت کې یوازي ۱۰۸۰۰۰ مهاجر د یونان ساحلونو ته رسیدلي دي.

د بالکان سیمي هیوادونو له لاري په نوامبر میاشت کې ۱۶۴۰۰۰ مهاجر اروپا ته راغلي دي.د ۲۰۱۵م کال له جنورۍ څخه تر نوامبر میاشتي پورې په مجموعي توگه ۶۶۷۰۰۰ کډوال اروپا ته رسیدلي دي، چې دا د تیر کال د لومړیو ۱۱ میاشتو په پرتله له ۲۰چنده ډېرښت ښيي.

اروپاته د مهاجرت په اړه نور معلومات دلته تر لاسه کولای سئ

په ۲۰۱۵م کال کې د جگړه ځپلو هیوادونو د کډوالو لویه برخه اروپا ته د رسیدو له پاره د ختیځ مدیتراني سمندر او بالکان هیوادونو له لاري کارولي دي. دا په داسې حال کې ده چې تیر کال دغه کډوال د مدیترانې سمندر پر لار له لیبیا څخه ایټالیا ته تلل. په اروپا کې د سیاسي پناه ترلاسه کولو له پاره د مهاجرو لویه برخه عراقيان، سوريايان او افغانان ده.

په همدې منځ کې د آلمان حکومت ویلي دي چې د جعلي سوریایې پاسپورتونو درلودونکي کډوال تر هغه ډیر کم دي چې اټکل يې کیدی. په سپتمبر میاشت کې د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر ویلي ول چې آلمان ته د رسیدونکو کډوالو ۳۰ سلنه یې هغه کډوال دي چې د سوریې په جعلي پاسپورتونو یې ځان تر آلمانه رسولی دی په داسې حال کې چې دوی د کوم بل هیواد وگړي دي.

د سه شنبې په ورځ په دې هکله د آلمان حکومت په دغه هیواد کې د کیڼ اړخه گوند د یوې پوښتنې په جواب کې وویل چې سږکال ۶۸۲۲ سوریایې پاسپورتونه څیړل شوي دي چې یوازي ۸ سلنه یې جعلي ول.

په دې هکله د آلمان په پارلمان کې د لینکن گوند یوې استازۍ اولا یلکي، د دغه هیواد پر کورنیو چارو وزیر سخته نیوکه کړې ده. آلمان، اروپا ته د پناه راوړونکو مهاجرو له پاره تر ټولو په زړه پوري هیواد دی. د روان کال له پیل څخه تر اوسه پورې یو میلیونو کډوالو په دغه هیواد کې د پناه غوښتنه کړې ده.