1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«اروپا ته مهاجر ميرکل راوستي، اوس دې مسئولیت هم ومني»

۱۳۹۶ خرداد ۱, دوشنبه

د پولنډ د حاکم ګوند مشر یاروسلاو کاچنسکي په اروپايي ټولنه کې د مهاجرو د ویش پلان مخالفت وکړ او یو ځل بیا یې په اروپا کې د مهاجرت کړکیچ مسئوله د آلمان صدراعظمه انګلا ميرکل وبلله.

https://p.dw.com/p/2dOCO
Polen Flüchtlinge aus der Ukraine in Malbork
انځور: picture alliance/NurPhoto/M. Fludra

د قانون او عدالت یا «پي. آی. ایس» په نامه د پولنډ د حاکم محافظه کاره ګوند مشر او د دې هیواد پخواني لومړي وزیر یاروسلاو کاچنسکی په اروپايي ټولنه کې د مهاجرو د مساوي ویش د پلان مخالفت وکړ. رویترز خبري آژانس د رپوټ په حواله کاچنسکي په اروپايي ټولنه کې د مهاجرت کړکیچ د رامنځته کولو پړه د آلمان پر صدراعظمې انګلا ميرکل واچوله.

کاچنسکي چې خپله یو ښی اړخی سیاستوال دی او تر دې مخکې یې هم د مهاجرو په هکله جنجالي خبري کړي، تیر کال پر مهاجرو تور پوري کړ چې مهاجر په اروپا کې ناروغۍ خپروي او ویلي یې ول: «همدا اوس په اروپا کې [د مهاجرو لخوا] د داسې خطرناکو ناروغیو د خپریدو معلومات ترلاسه شوي چې له اوږدې مودې راهیسې دلته [دغه راز ناروغۍ] نه وې لیدلي شوې.»

د پولنډ له ملکي رسنیزي ادارې یا «ټي. وي. پي» سره په یوه مرکه کې کاچنسکي په اروپايي ټولنه کې د مهاجرت کړکیچ د رامنځته کیدو اصلي عامل د آلمان صدراعظمه انګلا ميرکل وګڼله. نوموړي په دې هکله وویل: «موږ خو د مهاجرو له پاره د اروپا دروازې نه دې پرانیستلې، بلکې دغه کار خو ميرکل کړی دی او د همدې له پاره اوس باید آلمان او د آلمان صدراعظمه انګلا ميرکل د دې کار قیمت ومني نه پولنډ.»

په اروپايي ټولنه کې د مهاجرو د مساوي ویش پلان په ۲۰۱۵م کال کې چمتو شوی وو. د دې پلان پر اساس ټاکل شوې وه چې د سوريې او منځني ختیځ د نورو هیوادونو څخه اروپايي ټولنې ته راغلي تر۱۶۰ زره زیات مهاجر به د دې ټولنې پر غړو هیوادونو په مساوي توګه وویشل شي.

خو هنګري، پولنډ او د شرقي اروپا ځنینو نورو هیوادونو د مهاجرو د ویش د دغه پلان مخالفت وکړ او د دې پلان له عملي کولو یې ډډه وکړه.

ټاکل شوې چې د اروپايي ټولني کمېسيون به په راتلونکې میاشت کې په دې اړه یوه ناسته ولري. داسي انګیرل کیږي چې د مهاجرو او د پناه غوښتونکو د مساوي ویش د پلان د مخالفت کوونکو هیوادونو پر وړاندي به ښايي قانوني اجرأات وشي او یا دوی ته د سزا ورکولو په هکله پریکړه وشي. په دې هیوادونو کې پولنډ او هنګري شامل دي.

د قانوني اجرااتو پر ګواښ سربیره، پولنډ د پنجشنبې په ورځ یو ځل بیا هم د مهاجرو د مساوي ویش د پلان د نه منلو اعلان کړی دی.

(AG/ Kh)

زموږ له ارشيف څخه: