اروپا ته غيرقانوني مهاجرتونه لږ شوي دي
د اروپا د بهرنيو سرحدونو د ساتني آژانس (فرانتکس) وايي چې د تيرو کلونو په پرتله سږکال اروپا ته دېر لږ مهاجر راغلي دي. دغه بدلون، د مهاجرت په چارو کې د اروپايي اتحاديې د هلو ځلو په پايله کې راغلی.
يونان: يوه میاشت کې ۲۴ سلنه لږ مهاجر
د اروپا د بهرنيو سرحدونو ساتونکي آژانس (فرانتکس) په خپل يوه تازه بيان کې(سپتمبر ۱۸. ۲۰۱۷) ويلې دي چې په اګست مياشت کې يونان ته ۴۲۰۰ مهاجر رسيدلي دي، چې دغه شمیر د مخکنۍ مياشتې جولای په پرتله ۲۴ سلنه ښکته دی.
افغانستان، عراق او سوريه
فرانتکس د روان کال له پیل تر اوسه يونان ته د تازه رسیدلو مهاجرو شمير ۲۱۱۰۰ تنه ښیي چې په هغوی کې ډیري يې د افغانستان، عراق او سوريې هيوادونو اوسيدونکي دي.
يو پر لسمه
د فرانټکس په حواله، د روان کال په اتو مياشتو کې يونان ته د رسيدلو مهاجرو شمير د تيرکال همدې مودې په پرتله يو پر لسمي راښکته شوی دی.
ايتاليا: په يوه میاشت کې ۶۰ سلنه لږ مهاجر
فرانتکس وايي چې په اګست مياشت کې ټولټال ۴۵۰۰ تنه مهاجر د مديترانې سمندرګي له لارې ايتاليا ته رسیدلي دي چې دا د جولای مياشتې په پرتله ۶۰ سلنه کمښت ښيي.
نايجريا او ګينه
ايتاليا ته په تازه رسيدلو مهاجرو کې ډیری يې د نايجريا او ګينه هيوادونو اتباع دي.
۱۲۲۰۰ سرحدي غيرقانوني پیښې
فرانتکس يوازې په اګست مياشت کې اروپا ته د تلونکو څلورو لارو پر سر دغې وچې ته د غيرقانوني اوښتو ۱۲۲۰۰ پيښې ثبت کړي دي.
نژدې يونيم لک مهاجر
د روان کال په لومړيو اتو مياشتو کې ايتاليا ته ټولټال ۱۴۲۷۰۰ تنه مهاجر رسيدلي دي. فرونتکس وايي چې دغه شميره د تيرکال په پرتله دوه پر درې ښکته ده.
هسپانيا: درې برابر زيات مهاجر
د يونان او ايتاليا په خلاف هسپانيا ته زيات مهاجر رسيدلی دي. د روان کال په اتو مياشتو کې دغه هيواد ته ټولټال ۱۳۶۰۰ تنه مهاجر رسيدلي دي. دا شمير د تير کال (۲۰۱۶) همدې مودې په پرتله درې برابره لوړ دی.
له سرحد څخه د اوښتو ۲۴۰۰ غيرقانونې هڅې
فرانتکس آژانس يوازې په تيره اګست مياشت کې، د هسپانيا پر سمندري او ځمکني سرحدونونو، دغه هيواد ته د اوښتو ۲۴۰۰ غيرقانوني پيښې ثبت کړي دي.
بالکان: تر ټولو لږ شمير
د بالکان لاره چې دوه کاله مخکې ورباندې د مهاجرو تر ټولو زيات رش وو، سږکال ورباندې تر ټولو کم مهاجرتونه شوي دي.
د کمښت لاملونه
د بالکان سیمې هیوادونو څخه د اروپا پر لور ځکه ډير لږ کار اخيستل کيږي، چې اوس له ترکيې څخه اورپا ته تلونکي ډیر کم شمير مهاجر له دغې لارې کار اخلي. د دې ستر لامل پر دغو لارو د سيمې اغزنو کټارو درول دي.
په يوه اوونۍ کې د ۵۰۰۰ مهاجرو ژغورنه
اروپا ته غيرقانوني مهاجر د سختو او خطرناکو سمندري لارو کار اخلي. يوازې د سپتمبر مياشتې په يوه اوونۍ کې د ايتاليا او لیبيا په ساحلونو کې۵۰۰۰ مهاجر د سمندري ساتونکو له خوا له ډوبيدو ژغورل شوي دي.
د کمپونو بد وضعيت
د يونان په مشهور ټاپو لیسبوس کې د مهاجر يو کمپ دی چې د مهاجرت ژوند يوه برخه انځوروي. د دغه انځوريز رپوټ انځورنه د دويچه ويله له آرشيف څخه انتخاب شوي دي.