1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا ته د مهاجرو لړۍ روانه ده

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ فروردین ۲۴, دوشنبه

راوپا ته له اسيا او افريقا څخه د مهاجرت څپې ادامه لري. د يونان ساحلي ساتونکو په دوو ورځو کي د اژه درياب په ټاپوگانو کي تر ۴۳۰ ډېر انسانان نيولي دي. د دوی ډيری افغانان او د سوريې وگړي دي.

https://p.dw.com/p/1F6sF
انځور: picture-alliance/epa/O. Panagiotou

د يونان ساحلي ساتونکو د دوشنبې په ورځ وويل، چي نړيوالو قچاقبرانو دغه انسانان تر دغو ټاپوگانو پوري رارسولي دي او دلته ئې پرې ايښي دي.

د دوی په خبره د دغو مهاجرو يو شمېر يې چي افغانان او د سوريې وگړي دي په پلاستيکي ماشين لرونکو کښتيو کي خپل ځانونه دوغو ټاپوگانو ته رسولي دي.

د دغو مهاجرو ډيرو ئې خبريالانو ته ويلي دي چي دوی تر اوسه پوري د خپلو دوستانو پيسو ته په تمه ول چي له آلمان، هالند او سويدين څخه ئې ورته رالېږلې، څو دوی اروپا ته ځانونه په رولي وای.

د يونان د ساحلي ساتونکو د اټکلونو له مخي اوس هم په تورکيه کي په لسونو زره انسانان د دې امکان په تمه ناست دي چي يونان او يا د اروپايي ټولني نورو هيوادونو ته ځانونه ورسوي.

د رسمي شمېرو له مخي د روان کال په لومړيو درو مياشتو کي د ترکيې له لاري يونان ته د مهاجرو شمېر، د تيرکال د دغه وخت په پرتله څلور برابره ډېر سوی دئ.

په ټوله ييزه توگه په تيرو درو مياشتو کي ۱۰۴۴۵ مهاجرو د ترکيې له لاري يونان ته ځانونه رسولي دي. د دوی ډيری د سوريې ول چي شمېر ئې نزدې ۲۸۶۳ تنو ته رسيږي.