1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سږکال د مديترانې له لارې د پناه غوښتونکو راتګ کم شوې

۱۳۹۶ اسفند ۱۱, جمعه

د ملگرو ملتو سازمان وايي چې اوس اروپا ته د مدیترانې د سمندرگي له لارې د مهاجرو بهیر ورو شوی او د هغوی په شمیر کې هم ډير زیات کموالی راغلی، ځکه اروپايي هیوادونو خپلې پولي تړلي دي.

https://p.dw.com/p/2tbKH
Deutschland Frau Muslimische Frau holt Kinder von Schule ab
انځور: picture-alliance/W. Rothermel

 د ملگرو ملتو د معلوماتو له مخې اروپا ته په کښتيو کې د مهاجرينو په راتګ کې په څرګند ډول کموالې راغلې. د روان ميلادي کال په تيرو دوو مياشتو کې۱۰۲۰۰ کسان د مديترانې له لارې اروپا ته راغلي. دا څرګندونې د جمعي په ورځ په ژنیو کې د مهاجرو له پاره نړیوال سازمان(IOM) کړي دي.

دا په داسی حال کې ده  چې د۲۰۱۷ کال  په همدی وخت کې ۱۷۵۰۰ پناه غوښتونکي راغلې وو او د ۲۰۱۶ کال  په همدې موده کې حتی د هغو شمیر ۱۱۶ زره مهاجرو ته رسیدلی ؤ.

د مهاجرو او پناه وړونکو یو دير زیات شمیر په غیرقانوني توگه د مدتیراتې د سمندرگي له لارې اروپا ته رسیږي.

د کوچنیو او ربړي بیړیو په واسطه سږ کال  نیمايي پناه غوښتونکي ایتالیا ته رسیدلي او  د (IOM) د معلوماتو له مخې پاتې نورو بيا يونان او اسپانیا ته  ځانونه رسولي دي. دغه سازمان زياتوي چې په ډيرو اروپايي هيوادونو کې د مهاجرت په برخه کې د پناه غوښتونکو په سیاست کې محدویتونه او سخت چلند د دې لامل شوی چې د مهاجرو  شمیر راټیت شي، د بیلگې په توگه  د ۲۰۱۶ کال را په دې خوا د بالکان لاره تړل شوې او مهاجر په ډيرې سختی سره له دغو لارو ځانونه لویدیځي اروپا ته رسوي.

له دغې لارې په سلهاو زره انسانان چې ډيرې يې د نږدې ختیځ د جگړه ځپلو هیوادونو او له آسیا څخه وو، د يونان له لارې مرکزي او شمالي اروپايې هیوادونو او آلمان ته ځانونه ورسول.