1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردوغان د امنيتي ځواکونو صلاحيتونه ځان ته غواړي

آژانسونه / ن.۱۳۹۵ مرداد ۱۰, یکشنبه

په ترکيه کې تر شنډې کودتا وروسته، ولسمشر اردوغان خپل قدرت ډېرول غواړي. اوس دی هڅه کوي استخبارات او لوی درستيز هم تر خپل مستقيم کنترول لاندې راولي.

https://p.dw.com/p/1JZDM
Türkei Militärparade in Istanbul
انځور: Getty Images/AFP/O. Kose

د «الخبر» په نوم تلويزيوني چېنل کې ولسمشر، رجب طيب اردوغان، وويل چې د دغو تدابيرو له پاره به دی پارلمان ته په اساسي قانون کې د تغيير راوستلو په موخه يوه «کوچنۍ بسته» وړاندې کړي. ورسره جوخت ولسمشر د ټولو پوځي اکاډميو تړل کېدل هم اعلان کړل.

د دغه پلان له مخې به په راتلونکي کې د ملي دفاع يو پوهنتون جوړ شي چې د امنيتي ځواکونو روزنه به ورپه غاړه وي. سربېره پر دې بايد د پوځ، هوايي ځواک او سمندري ځواک قوماندانان له دې وروسته د دفاع وزير ته مستقيم راپورونه ورکړي. د ټاکل شويو تغييراتو هدف دا دی چې پوځ مطلق تر ملکي کنترول لاندې راوستل شي.

اردغان دا هم وويل چې کېدای شي د درو مياشتو له پاره اعلان شوی بېړنی حالت اوږد کړل شي. په اساسي قانون کې د بدلون راوستلو له پاره په پارلمان کې دوه په درې اکثريت ته اړتيا ده. له دې کبله اردوغان د نورو مخالفو ګوندونو مرستې او همکارۍ ته اړ دی.



اردوغان ګولن او د امريکا متحده آيالاتو ته ګوته نيسي

د پوځ يوې برخې تقريبا دوه اوونۍ مخکې په ناکامه توګه هڅه کړې وه چې اردوغان او د هغه حکومت راوپرځوي. اردوغان د امريکا په متحده آيالاتو کې په تبعيد کې ژوند کوونکي واعظ، فتح الله ګولن ته د پړې ګوته نيولې وه. حکومت له هغه وخت راهيسې د ګولن د غورځنګ او د هغوی د تاسيساتو په وړاندې اقدامات پورته کړي دي.

تقريبا ۱۸۷۰۰ انسانان په تېرو دوو اوونيو کې ونيول شول. د اردوغان په خبره په دې ترڅ کې د ۱۰۱۴۰ کسانو په وړاندې د نيولو اوامر شوي دي. ۷۵ کلن ګولن کودتا وغندله او پکې ښکېلتيا يې رد کړه. د شنبې په ورځ اردغان ګولن يوه مهره وبلله چې د بل چا په لاس کې ده. ورسره جوخت يې دې ته هم اشاره وکړه چې لوی قدرتونه د پوځي کودتا تر شا ولاړ دي. د اردوغان دغسې ورته اشارې په عمومي ډول لويديځ او په ځانګړې توګه د امريکا متحده آيالاتو ته متوجه وي. د ګولن په څېر د امريکا متحده آيالاتو هم په پوځي کودتا کې هر نوع ښکېلتيا رد کړې ده.