1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردوغان: د امريکا پر تګلارې «ناهيلې» یم

۱۳۹۵ آبان ۳۰, یکشنبه

د ترکيې ولسمشر رجب طییب اردوغان ویلي دي چې دی د امريکا پر تګلارې «ناهيلې» دی. هغه د سوريې او مهاجرينو د کړکيچ په برخه کې د واشنګټن پر تګلارو د ناهيلۍ تر څنګ له امريکا څخه د ګولن د سپارلو غوښتنه تکرار کړه.

https://p.dw.com/p/2SyBp
Türkei Weltenergiekongress 2016 in Istanbul - Erdogan
انځور: Reuters/M. Sezer

د ترکيې ولسمشر رجب طییب اوردوغان ویلي دي چې دی د امريکا پر تګلارې «ناهيلې» دی. هغه د سوريې او مهاجرينو د کړکيچ په برخه کې د واشنګټن پر تګلارو د ناهيلۍ تر څنګ له امريکا څخه د ګولن د سپارلو غوښتنه تکرار کړه.

د آلمان خبري آژانس د ترکیې ولسمشر رجب طیيب اردوغان په حواله ويلي دي، چې هغه د امريکا متحده ایالتونو تګلارو «ناهيلې» کړی دی. اردوغان په دې اړه د امريکايي رسنۍ (سي. بي. ايس) د اوو دقيقو پروګرام سره په خبرو کې وويل چې هغه په دې خبره هم حيران دی چې فتح الله ګولن لا تر اوسه هم په امريکا کې اوسيږي. د ترکيې حکومت پر دغه تبعيد شوي مذهبي مشر تور لګوي چې د روان کال د جولاي مياشتې په پنځلسمه، د ترکيې ناکامې کودتا تر شا یې لاس وو.

د (سي. بي. ايس) د اوو دقيقو په نوم خپرونه، د یکشنبې په ورځ خپره شوه خو د آلمان خبري آژانس ته يې ثبت شوې بڼه رسيدلي ده. اردوغان په دغه پروګرام کې ويلي دي: « ما پر دغو مسائیلو له ولمسشر بارک اوباما او د هغه مرستيال جو بايډن سره په تفصیل خبرې کړي دي، خو هغوي د دغو مهمو مسائيلو د پرمختک په برخه کې ناکام شول، چې دا کار زمونږ لپاره د تعجب سبب واقع شوی دی».

«امريکا خپله تګلاره کې ناکامه ده»

د ترکیې ولسمشر دغه خبرې په داسې وخت کې کړي دي، چې د امريکا جمهوري غوښتونکی سياستوال دونالد ترامپ، د امريکا د نوي ولسمشر په توګه خپلې دندې ته د تياری نيولو په حال کې دی. اردوغان په خپلو خبرو کې په ځانګړې توګه د سوريې پر حالاتو او د مهاجرت پر کړکيچ تبصره وکړه او وې ويل چې دی په دې برخه کې له امريکايي تګلارې څخه «ناهيلې» دی.

د ترکيې ولسمشر د سوريې په کورنۍ جګړه کې له ياغي ډلو څخه ملاتړ کوي، هغه په دې برخه کې پر امريکا دا نيوکه هم کوي چې تر اوسه د ولسمشر بشارالاسد رژیم په پرزولو کې ناکامه راغلې ده. په دغې مسئله کې د ترکيې مداخله ځکه هم ارزښت لرونکي بريښي چې اوسمهال په دغه هيواد کې له دوه ميليونو څخه زيات سوريايي مهاجر ميشت دي.

د اړيکو د خرابيدو ګواښ

اردوغان په وار وار ويلي دي که چيرې د امريکا حکومت، فتح الله ګولن دوی ته ونه سپاري نو دا به د انقري او واشنګټن تر منځ د اړيکو د خرابيدو سبب واقع شي. ګولن چې له ۱۹۹۹ کال څخه راپديخوا په امريکا د جلا وطنۍ ژوند تيروي، په لمړيو کې د اردوغان نژدی ملاتړی وو، خو اوس د دواړو تر منځ اختلافات پیدا شوي دي.

اردوغان په امريکا کې د ګولن د اوسيدو په اړه وویل: « زه د ترکیې د کودتا په مسئله کې امريکا ګرمه نه بولم، خو زما ولس په دې کې فکر کوي چې امريکا نو ولې دغه شخص (ګولن) ته ولې پناه ورکړې ده». د ترکيې ولسمشر ټینګار وکړ چې فتح الله ګولن دې په قانوني توګه ترکيې ته وسپارل شي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (16.07.2016):