1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردوغان او د خليج د لانجې سپيناوی

۱۳۹۶ مرداد ۱, یکشنبه

د ترکيې ولسمشر، اردوغان، د اوونۍ په پای کې عربي خليج ته سفر کوي. مخکې له دې چې هغه په قطر کې له خپلو اصلي متحدينو سره خبرې وکړي، به دی لومړی سعودي عربستان ته د ملاقاتو له پاره ورشي.

https://p.dw.com/p/2h1PD
Türkei Präsident Recep Tayyip Erdogan und seine Frau fliegen nach Saudi-Arabien ab
انځور: picture-alliance/abaca/Y. Bulbul

سعودي عربستان ښايي له اردوغان څخه ډېرې پوښتنې وکړي، يعنې دا چې ترکيې له سعودي سره د قطر په لانجه کې ولې د قطر طرف نيولی دی او دا چې کله چې د جون مياشتې په منځ کې ترينګلتيا زياته شوه او سعودي عربستان او متحدينو يې پر قطر بنديزونه وضع کړل، پکې ترکيې ولې له قطر څخه ملاتړ وکړ او د ايران تر څنګ ترکيې هم له سلو څخه زياتې طيارې له خوراکي موادو سره قطر ته ولېږلې. وروسته بيا باروړونکې کښتۍ هم ورورسېدلې.

اردوغان څه موده مخکې دا هم ويلي وو چې بنديزونه د نړيوالو قوانينو خلاف دي او د «د يوه خاص دولت د خپلواکۍ پر حقونو» باندې ښکاره تېری دی.

رياض کې سپيناوی

دغه دريځ او شوې پرېکړې بايد اردوغان اوس په رياض کې تشريح کړي. د آلمان د ماينڅ پوهنتون د نژدې ختيځ کارپوه، ګونتر ماير، وايي چې په دغو خبرو کې به اردوغان ښايي دفاعي دريځ خپل کړي.

«په تېره سعودي عربستان ته د سفر هدف دا دی چې ترکيه له دغه شاهي نظام سره ډېر اقتصادي ارتباطات لري او له دې کبله ورسره مخامخه لانجه نه غواړي. له دې لارې هڅه کيږي د دې مخه ونيول شي چې له قطر سره نژدې ارتباطات ورته اقتصادي ستونزې راولاړې کړي.»

اردوغان به د ترکيې د «دايلي صباح» ورځپاڼې په حواله او د هغو «کارپوهانو» په نقل قول چې نومونه یې نه دي په ډاګه شوي، هڅه وکړي داسې استدلال وکړي چې ټوله لانجه «د منلو وړ نه او مصنوعي ده چې د ټولو ښکېلو غاړو و علايقو ته زيان رسوي.»

سره له دې هم ولسمشر اردوغان په يوه سخت حالت کې قرار لري. له ډېرو کلونو راهيسې ترکيه له قطر سره نژدې ارتباطات لري. دا چې ولې په هکله يې ماير وايي:

«هغه ملاتړ چې اردوغان د قطر له امير څخه کوي، د دواړو هېوادونو تر منځ د نژدې ارتباطاتو ثبوت دی. قطر هم په ترکيه کې د کودتا له هڅې وروسته تېر کال ۱۵۰ عسکر د اردوغان د ملاتړ له پاره وراستولي ول. سربېره پر دې د اردوغان د کورنۍ او د الثاني د کورنۍ تر منځ نژدې اقتصادي اړيکې شته. بله مهمه خبره د دوی ګډ فکري بنسټ دی: يعنې د اخوان المسلمينو ايديالوژي. يوازنۍ هغه پوځي اډه چې ترکيه يې په خليج کې لري، هم په قطر کې پرته ده. علاوه پر دې اوس ۵۰۰۰ ترکي عسکر قطر ته استول کيږي. له دې کبله ترکيه له قطر څخه د ملاتړ په برخه کې تعينونکی نقش لوبوي.»

له دغه سياست سره ترکيې دا کوښښ هم کړی وو چې د خليج په سيمه کې د سياسي لوبغاړي په توګه موقف ونيسي. د قطر په څېر هم ترکيه د اخوان المسلمين له افکارو څخه کار اخلي، څو د سعودي عربستان له وهابيزم څخه فاصله ونيسي او د سنيانو په منځ کې نفوذ پيدا کړي. خو په دغه مورد کې نه يوازې مذهبي او ديني، بلکې په تېره بيا د قدرت په سر مسايل مطرح دي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (09.06.2017):