1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردن تر آلمان ډیرو مهاجرو ته ځای ورکړی دی

۱۳۹۵ فروردین ۲۳, دوشنبه

اردن د خپل هیواد د نفوس یو پر لسمې برخې سوریایې کډوالو ته په پناه ورکولو سره تر آلمان ډیر مهاجر منلي دي. د لویو کمپونو اوسیدونکي ځانونه د دوو نا امیده کوونکو شرایطو په منځ کې ګیر بولي.

https://p.dw.com/p/1ISzr
انځور: Reuters

محمد رمضان هیڅ کله فکر نه کاوه چې هغه به د دومره ډیر وخت له پاره د اردن هیواد د ستاري په نوم کډوالو په کمپ کې پاتې شي. کله چې هغه د سوریې په سویل کې له خپل کور څخه ووت، د ۱۵ ورځو له پاره یې خپل د کور سامان له ځان سره وړي ول. له هغه وخت څخه اوس دری کاله تیر شول.

رمضان دوه زامن لري چې یو یې دری او بل یې پنځه کلن دی. د هغه نږدې دوه کلنه لور د ستاري د کډوالو په کمپ کې زیږیدلې ده. هره اونې په دغه کمپ کې چې د نړۍ په کچه د سوریایانو تر ټولو لوې کمپ دی ۸۰ ماشومان نړۍ ته سترگې پرانیږي.

۳۰ کلن رمضان وایې: «زه هیڅ نه کوم. زه کار نه لرم. ټوله ورځ دلته له ماشومانو سره ناست یم.» دوی په یو کانتینر کې اوسیږي چې یو فرش، بستره، شخصي المارۍ، یو پکی، یوه بخارۍ او یو کوچنې تلویزون لري.

هغه په دریو میاشتو کې یوازې یوه اوونۍ کار کوي. هغه هم په مختلفو وختونو کې. رمضان د رنگمالۍ، صفایي او ځمکې د فرشونو جوړولو په برخه کې د دغه کمپ په شاوخوا سیمو کې کار کوي.

ستاري کمپ په ۲۰۱۲ کال کې جوړ او له هغه وخت راهیسې شاوخوا ۸۰۰۰ سوریایې مهاجر په کښې په کانتینرونو کې ژوند کوي. رمضان هم یو له هغو یونیم میلیونه سوریایې کډوالو له جملې څخه دی چې د اردن په اته میلیوني هیواد کې اوسیږي.

د دغو کډوالو ډیره برخه په کمپونو کې نه، بلکې د دغه هیواد په ښارونو او کلیو کې ژوند کوي. د اردن د یوه غیردولتي سازمان څخه د خالد شورمان د رپوټ پر بنسټ اردن ویره لري چې په دغه هیواد کې به تاریخ یو وار بیا تکرار شي او لکه د فلسطینیانو په څیر به له ورته ستونزو سره لاس او گریوان شي.

خالد شومان د نورو تر څنگ د سوري کډوالو له پاره د ستاري په کمپ کې خیریه پروژې جوړوي. همدارنگه په اردن کې د فلسطیني کډوالو کمپونه هم شتون لري. دغه کمپونه تر ۶۰ کلونو د ډیرې مودي راهیسې جوړ شوي دي.

د دې له پاره چې دغه کمپ د دوی پر دایمي استوگنځای بدل نه شي، حکومت اجازه نه ورکوي چې دوی د تیږو یا خښتو پاخه کورونه جوړ کړي. د یوې اوږدې مودي ارهیسې په دغه هیواد کې تشنج مخ پر ډیریدو دی.

دوه میاشتې مخکې پادشاه عبدالله، خبردارۍ ورکړی وو چې هیواد یې د نورو مهاجرو ساتلو توان نه لري. خالد شورمان وایې چې اردن په پيل کې د کډوالو ډیر ښه هرکلۍ کاوه». دوی خپل مسئولیت گاڼه چې له خپل یو گاونډي هیواد سره مرسته وکړي.

په ځانگړيتوگه له سوریې سره په سرحدي سیمو کې د قومونو او قبایلو تر منځ ډیرې نږدې ټولنیزې او سوداگریزې اړیکې موجودې وې. د شورمان په خبره اوس د ډیرو اردنیانو سره دا احساس پیدا شوې دی چې سوریایان به یې هیواد ونیسي. هغه په اروپا کې د کډوالو کړکیج ته په اشارې کولو سره وویل: «کله چې په خپله آلمان ستونزې لري، له موږ څخه څه تمه کیدای شي؟»

له ستاري کمپ څخه ۳۰ کیلومتره لیري ښار رمثه یوه لوړپوړې چارواکې فواس السووبي وایې چې د دغه سرحدي ښار نفوس په څلورو کلونو کې له ۸۰۰۰ څخه ۱۵۰۰۰۰ ته لوړ شوی دی او هر یو دویم کس سوریایې مهاجر دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب