1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اداري فساد سياسي ثبات ته خطر دی

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ تیر ۱۹, چهارشنبه

د اختلاس یا اداري فساد ستونزه هغه وخت د یوه هیواد سیاسي ثبات او پایښت له ګواښ سره مخامخوي چې سیاسي ګوندونه او عامه ادارې او مامورین یې په اخته وي. سیاسي کارپوهان دغه موضوع د دیموکراسي پر وړاندې یو ستر خنډ بولي.

https://p.dw.com/p/195Gs
corruption, embracery, bribe, bribery, briber, banknotes, black money, euro, EUR, currency, crime, envelope, young man (CTK Photo/Josef Horazny) *MODEL RELEASED, MR*
Korruption Symbolbildانځور: picture-alliance/CTK

په نړۍ کې د اختلاس بیلابیلې کچې او ډولونه موجود دي. د اختلاس یوه بېلگه سړی کولای شي د زمبابوې په یوه عامه روغتون کې وویني. په دې روغتون کې له حامله دارو مېرمنو څخه په دې دلیل چې هغوی د ماشوم د زېږولو پر مهال په لوړ غږ چیغې وهې، پېسې اخیستل کیږي. یوه حامله داره مېرمن باید هر ځل چې په چيغه وهي، پنځه ډالره ورکړي. تر هغه وخته چې یوې ښځي دغه پېسې نه وې ورکړي هغه له روغتون څخه نه رخصتیږي.

د فساد یوه بله بېلگه سړی کولای شي په بنگله دیش کې د «رانا پلازا» نړیدل هم ورکړي. دغه ودانۍ د روان کال په اپریل میاشت کې راونړیده چې له کبله یې شاوخوا ۱۰۰۰ کسان ووژل شول. د ودانۍ د نړیدولامل دا وو چې که څه هم د هغې تهداب او ستونونه ضعیفه ول، خو بیا هم ورباندې څو پوړه وداند شوي ول. د دغي ودانۍ مالک د نویو پوړو د جوړولو اجازه له دولت څخه د رشوت ورکولو په بدل کې ترلاسه کړې وه. خو دغه کار بیا په پای کې د زرو کسانو د ژوند په بیه تمام شو.

دا په نړۍ کې د اختلاس د شتون دوې بېلابېلې بېلگې دي چي ښيي یو شمیر کسان کولای شي په بېلابېلو سکتورونو کې خلک په بېلابېلو ډولونو فساد وکړي. په دې ترتیب سره نو د شفافیت نړیوال سازمان Transparency International (TI) اختلاس «له اعتماد څخه د شخصې گټي له پاره د سؤ استفاده کولو» په توگه تعریف کړی دی.

د شفافیت نړیوال سازمان په نړیواله کچه د فساد د شتون په اړه یوه څیړنه خپره کړې ده چې پکې راغلي دي چې اوس په سیاست، تجارت او عامه سکتور کې د فساد شتون د یوې نړیوالي ستونزي په توگه گڼل کیږي. په دغه څېړنه کې د ۱۰۷ هیوادونو له اوسیدونکو څخه پوښتني شوې دي. د څېړنې د پایلو له مخې نیمايي کسان پوښتل شوي کسان په دې باور دي چې په وروستیو دوو کلونو کې په نړیوال کچه اداري فساد ډير شوی دی. پر دې سربیره ۲۷ سلنه کسانو په تيرو دوو کلونو کې د خپلو کارونو د پرمخ بیلو له پاره رشوت ورکړی دی. دا په داسې حال کې ده چې د څېړنې له مخې په نړیوال کچه سیاسي گوندونه تر بل هر سازمان ډیر په اداري فساد اخته سازمانونه گڼل کیږي.

په آلمان کې بیا ان ۵۷ سلنه کسان په دې باور دي چې په وروستیو دوو کلونو کې اداري فساد ډیر شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د شفافیت د نړیوال سازمان مشره میرمن ایدا مولر، په خبره دا يو ډیر لوی بدلون دی. هغه وایي چې تر دې مخکې آلمانیانو فکر کاوه چې ادارې فساد د هغوی په هیواد کې پیاوړی نقش نه لوبوي او په لیرو هیوادونو کې یوه لویه ستونزه ده.

رسنې هم په اختلاس کې ښکیلې بلل شوې دي

په څیړنه کې بیلابیلو سکتورونو ته له يوه څخه (تر ټولو لږ په ادارې فساد ککړ) تر پنځو (په اداري فساد تر ټولو ډیر ککړ) نمرې ورکړل شوې دي. په دې ترتیب سره آلمانیانو سیاسي گوندونو ته ۳.۸، خصوصي سکتور ته ۳.۷ او رسنو ته ۳.۶ نمرې ورکړې دي. دغه موضوع میرمن مولر په اندیښنه کوي. هغه وایي: «موږ رسنیو ته اړتیا لرو چې له شته ستونزو څخه مو باخبر کړي، دا په داسې حال کې ده چې هغوی پخپله هم په اداري فساد باندې تورن دي.»

د آلمان د ژورنالیستانو ټولنه دغه وضعیت گواښوونکی بولي. د دې سازمان مشر میشایل کونکن وایي: «اعتبار د ورځپاڼو، راډیوگانو، مجلو او نورو رسنیو تر ټولو مهمه سرمایه ده. که خلک پر رسنیو باندې باور ونه لري نو بیا د هغه په اړه د یوه اقدام کولو وخت رسیدلی دی.»

میرمن مولر وایي چې سیاسي گوندونه د سیاستونو او خلکو تر منځ ته منځگړو نقش لوبوي. میرمن مولر ټینگار کوي چې که سیاسي احزاب خپله دغه مسئولیت په سمه توگه ترسره نه کړي، نو دا د دموکراسي د بهیر له پاره یو ډیر منفي انکشاف دی.
د شفافیت د نړیوال سازمان په څیړنه کې راغلي دي چې په بلجیم، راوانډا، سوډان، جنوبي سوډان، ټایوان، سربيستان، کولمبیا، گورجستان او فیلیپین کې د اداري فساد کچه د پخوا په پرتله کښته شوې ده. د مولر په خبره دا د دې خبري څرگندوی دي چې هیوادونه کولای شي د یوه خراب وضعیت مخه ونیسي او یو ځل بیا د فساد کچه راکښته کړي.