1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

احمد ضیا مسعود: حکومت د بې ثباتي له پاره لاره هواروي

۱۳۹۶ فروردین ۲۹, سه‌شنبه

د اصلاحاتو او ښه حکومتوالي په برخه کې د ولسمشر غني ګوښه شوي ځانګړي استازي احمد ضیا مسعود، ګواښ وکړ چې حکومت وضعیت د بې ثباتي او کورنۍ جګړې په لور وړي. مسعود په ټاکنو کې د ولسمشر غني له اصلي متحدینو څخه یو وو.

https://p.dw.com/p/2bOMM
Afghanistan Dr. Zalmai Rassoul
انځور: picture-alliance/dpa/J. Rezayeealil Rezayee

ولسمشر غني د دوشنبې په ورځ د یوه فرمان له صادرولو سره احمد ضیا مسعود له دندې ګوښه کړ. په دې فرمان کې راغلي دي چې ولسمشر د قانون له مخې د چارواکو د عزل او نصب حق لري. په فرمان کې د ښاغلي مسعود د ګوښه کیدو د لامل په اړه څه نه دي ویل شوی.

احمد ضیا مسعود د ۲۰۱۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د جمیعت اسلامي ګوند یوازینی غړی وو چې د ولسمشر اشرف غني ملاتړ یې وکړ. خو له دې کبله چې د ټاکنې جنجالي شوي، نو عبدالله عبدالله هم په حکومت کې ښکیل شو.

ښاغلي مسعود د سه شنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د ولسمشر دغه فرمان د کورنۍ جګړې زمینه برابروي: «دغه کار د سیاسي بې ثباتي له پاره لاره هواروي او خدای مه کړه د کورنۍ جګړې له پاره لاره هواروي.»

د ملي یووالي په حکومت کې اختلافات

د ملي یووالي حکومت د خپل کار له پیل راهیسې له ستونزو سره لاس او ګریوان دی. په لومړیو میاشتو کې ولسمشر غني او عبدالله عبدالله د واک پر تقسیم سره نه جوړیدل. په ځینو مواردو کې تر اوسه پورې هم دغه اختلافات تر سترګو کیږي.

د ولسمشر غني لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، هم پر خپل کار نه حاضریږي. که څه هم دوستم تر اوسه پورې له خپل کاره استعفأ نه ده کړې او یا هم د ولسمشر له خوا نه دی ګوښه شوی، خو په عمل کې هغه په حکومت کې کار نه کوي.

حکومت ټینګار کوي چې د دوستم یو شمیر ساتونکي باید د ایشچي په قضیه کې تر عدلي او قضایي تعقیب لاندې راشي. د ولسمشر غني او دوستم تر منځ اړیکې تر دې اندازې پورې ترینګلې دي چې څو وخته مخکې د لومړي مرستیال کور د کابل د ګارنیزیون له خوا محاصره شوی وو.

د بلخ ولایت والي عطا محمد نور، هم څو وخته مخکې پر اجراییه وي رییس عبدالله عبدالله، باندې نیوکې وکړې. نور چې په خپله خبره یې د «خلکو د حق د اخیستلو له پاره» کابل ته راغلی وو، تر څو ورځو مذاکراتو وروسته بیرته بلخ ولایت ته ولاړ او هلته د والي په توګه وټاکل شو.

احمد ضیا مسعود د سه شنبې ورځې په کنفرانس کې شکایت وکړ چې د هغه د ګوښه کولو په اړه له عبدالله عبدالله سره هیڅ ډول مصلحت نه دی شوی: «اوس ټول له ما پوښتي چې ولې له سیاسي جوړښته حذف شوې. زه هم پر خپله ګناه خبر نه یم. له ما سره هیڅ مشوره نه ده شوې او ګناه مې هم راته نه ده ویل شوې. له ډاکټر صاحب عبدالله سره هم هیڅ ډول خبره نه ده شوې.»

دغه پخواني چارواکي وویل چې خپلو پلویانو ته یې د داسې اقداماتو د کولو اجازه نه ده ورکړې چې د امنیت د خرابوالي لامل شي ځکه په خبره یې د راتلونکو اقداماتو په اړه بحثونه روان دي.

«ما غوښتل استعفأ وکړم»

احمد ضیا مسعود وویل چې پلان شوې وه چې د ثور پر اتمه نیټه د لویې جرګې په تالار کې یوه لویه غونډه پر مهمو حکمتي پالیسیو باندې بحث وکړي. مسعود ادعا وکړه چې غوښتل یې په همدې غونډه کې له دندې استعفأ اعلان کړي خو ولسمشر غني پرې خبر شو او تر استعفأ مخکې یې له دندې ګوښه کړ.

ښاغلي مسعود وویل چې صلاحیتونه یې هغه وخت محدود شول چې یو نیم کال مخکې یې د افغانستان شمال ته سفر وکړ او د حکومت پر امنیتي پالیسیو یې نیوکه وکړه. د مسعود په خبره په افغانستان کې د حکومتوالي شیوه داسې ده چې اصلاحات په کې ناممکنه دي: «پنځه څلویښت کمیسیونونه پخبله [ولسمشر غني] رهبري کوي. ایا یو کس کولای چې پنځه څلویښت کمیسیونونه رهبري کړي.»

دا چې په راتلونکې کې به څه وکړي، په اړه یې مسعود وویل چې له مشورو وروسته به خپله پریکړه اعلان کړي: «موږ به په راتلونکو څو ورځو کې مشورې کوو او تر هغه وروسته په یوه خبري کنفرانس کې هر څه په واضیح توګه ووایو.»

مسعود وویل چې په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې یې ځکه د اشرف غني ملاتړ کړی وو چې غوښتل یې د کورنیو جګړو مخه ونیسي.