1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اتمر د افغان مهاجرو په اړه په بروکسل کي څه ويلي دي؟

۱۳۹۵ بهمن ۲۰, چهارشنبه

د افغان ولسمشر امنیتي سلاکار د اټکل له مخې آلمان ته د افغان پناه غوښتونکو زیاتوالی له افغانستان څخه د آلماني ځواکونو او د هغوی د ناټو شریکانو د وتلو سره «مستقیم تړاو» لري.

https://p.dw.com/p/2XA60
Afghanische Flüchtlinge in Athen Griechenland
انځور: DW/R. Shirmohammadi

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني امنیتي سلاکار حنیف اتمر په بروکسل کې د سه شنبې په وځ ویلي دي چې د کډوالۍ علت «په لومړي سر کې امنیتي ستونزه» ده.

د هغه په خبره له افغانستان څخه د کډوالۍ ستره څپه هغه وخت پېل شوه چې له دغه هیواد څخه د ناټو او امریکا متحدو ایالاتو پوځونو په وتلو پېل وکړ. هغه زیاته کړې ده «چې دغه څه یو له بل سره مستقیمه اړیکه لري.»

له آلمان څخه د په زرونو افغان مهاجرو د بیرته اخراج په اړه د ولسمشر امنیتي سلاکار خبرداري ورکړ چې سړی باید ډير زیات خوش بینه نه اوسي.  هغه ویلي دي چې ښایي د بیرته ستنولو پروسه ستونزمنه وي. هغه یادونه کړې چې «دا داسې نه ده، لکه یو سیلاني چي یو هیواد پریږدي او بیرته خپل هیواد ته ستون شي.»

د ناټو په مشرتوب افغانستان کې یو جگړه ایز ماموریت د ۲۰۱۴م کال په پای کې ختم شو. ياد آژانس ليکي چې تر هغه وروسته د طالبانو له خوا په ترور ځپلي دغه هیواد کې امنیتې وضعیت یووار بیا مخ پر خرابیدو شوی. د ملگرو ملتونو د یوه نوي رپوټ له مخې په تیر میلادي کال کې په دغه هیواد کې ۱۱۴۱۸ ملکي وگړي وژل شوي دي.

نور مطالب له اشريف څخه