1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اتمبايف: په قرغزستان کي بايد د امريکا هوايي اډه و تړل سي

۱۳۹۰ آبان ۱۰, سه‌شنبه

الماس بيک اتمبايف چي ځان د قرغزستان د ولسمشرۍ د ټاکنو ګټونکی بولي وايي، هغه به په قرغزستان کي د امريکا د متحده ايالاتو هوايي اډه، چي افغانستان ته پوځي اکمالات ورڅخه کیږي وتړي.

https://p.dw.com/p/1335a
الماس بيک اتمبايف
الماس بيک اتمبايفانځور: picture-alliance/dpa

د څو کلونو را په دې خوا د امريکا متحده ايالاتو د قرغزستان د ماناس پوځي هوايي اډې څخه په افغانستان کي د ياغيانو پرضد جګړه کي خپل سرتيري اکمالوي.

د قرغزستان د ولسمشرۍ د ټاکنو کانديد، الماس اتمبايف، چي ويل کيږي د يکشنبې د ورځي د ټاکنو ګټونکی دی، په دغه غيري رسمي برياليتوب سره اعلان کړی، چي په قرغزستان کي امريکايي اډه د «هيواد امنيت» ته کومه ګته نه رسوي.

اتمبايف وويل: «موږ پوهيږو چي د امريکا متحده ايالات په نړۍ کي په مختلفو پوځي شخړو کي ښکېل دي، لکه په عراق او افغانستان کي او اوس له ايران سره يې وضعيت ډير کړکېچن سوی دی.»

هغه وويل، « نه غواړم، چي دغه هيوادونه کومه ورځ پر دغي پوځي اډې باندي بريد وکړي. له ماناس څخه بايد يوازي د ملکي هدفونو له پاره کار واخيستل سي.»

د ماناس اډه په اوسني وخت کي د امريکا د متحده ايالاتو او متحدينو له پاره يې افغانستان ته د پوځي اکمالاتو د ليږدولو له پاره خورا اهميت لري.

د منځنۍ آسيا په دغه پنځه نيم ميليون نفوس لرونکي هيواد کي، روسيه هم يوه پوځي هوايي اډه لري.

قرغزستان او روسيه دواړه انديښنه لري، چي له افغانستان څخه د لويديځو ځواکونو تر وتلو وروسته ښايي دې سيمي ته هم د ترهگرو د فعاليتونو لمن پراخه سي.

خو الماس اتمبايف تر اوسه پوري په رسمي توګه د قرغزستان د راتلونکي ولسمشر په توګه نه دی تاييد سوی. هغه د شمېرل سوو راييوو له مخه ۶۳ فيصده رايي گټلي دي.

د ټاکنو د څارونکي په توگه په اروپا کي د امنيت او همکارۍ سازمان يا OSCEوايي، د ټاکنو د ليستونو په ټولولو او د راييو په شمېرلو کي ځيني غلطۍ ليدل سوي دي.

« ځينو راي ورکونکو څو ځلي خپلي رايي ورکړي دي.»

د ولسمشرۍ د ټاکنو دوو نورو کانديدانو ويلي دي چي که چيري اتمبايف په رسمي توګه ددې ټاکنو گټونکی اعلان سي، هغوی به په اعتراض لاس پوري کړي.

اتمبايف چي له روسيې سره نزدې اړيکي لري، په قرغزستان کي د اقتصادي سکتور د ودي او اصلاحاتو د يو پلوي سياستوال په توګه شهرت لري.

هغه په خاصه توګه د دغه هيواد په شمال کي د ازبک لږکيو په منځ کي محبوبيت لري. بالقمابل د هغه دوه مهم سيالان د قرغزستان په بې وزله جنوب کي له پراخ نفوذ څخه برخه من دي.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم

کتونکی: نجيب الله زيارمل