1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اتریش د کډوالو په اړه سرمشریزه رابللې ده

۱۳۹۵ شهریور ۲۲, دوشنبه

د اتریش صدراعظم کریستیان کیرن، د سپټمبر پر ۲۴ د کډوالو له کړکیچ سره د مخامخو اروپايي هيوادونو یوه سرمشریزه رابللې ده. دغه غونډه به په ویانا کي جوړه شي.

https://p.dw.com/p/1K0hf
Österreich Christian Kern ÖBB
انځور: Reuters/H.-P. Bader

د اتریش صدراعظم کریستیان کیرن، دغه خبره د دوشنبه په ورځ (د سپټمبر میاشتي ۱۲ نیټه) د سلواکیا له پلازمینې څخه د لیدنې پر مهال وکړه.

کیرن وویل چي د آلمان له صدراعظمې انگیلا میرکل، سره به یو ځای د شینگین د غړو هیوادونو د پولو د دفاع او ساتلو په موخه پر یوې گډي مسودې باندي بحثونه تر سره سي.

کیرن د سلواکیا له صدراعظم میرو سیرار، سره د یوه گډ مطبوعاتي کنفرانس پر مهال ټینګار وکړ چې د دې کار له پاره نه یوازي خبرو بلکه عمل او مشخصو اقداماتو ته اړتیا شته.

هغه وویل چې لومړی هدف باید دا وي چي په گډه سره د اروپايي ټولني د باندني سرحدونه وساتل سي.

د اتریش صدراعظم زیاته کړه: «په دې برخه کي صبر نور پای ته رسیدونکی دی او اروپا باید هغه هدف چي په ډیر زحمت یې ټاکلی دی بالاخره په عمل کي هم پلي کړي.»

نور مطالب: