اتریش پر آلمان د ادعا شوو جاسوسي هڅو له امله په غوسه دی
۱۳۹۷ خرداد ۲۷, یکشنبهد اتریش لوړپوړو چارواکو له آلمان څخه د هغه رپوټ په هکله د سپیناوي غوښتنه وکړه چې پکې ویل شوي د آلمان استخباراتي ادارې یا «بې. ان. ډې» د اتریش پر یو شمیر لوړپورو ادارو لکه سفارتونو، نړیوالو سازمانونو، د اتریش پر یو شمیر وزارتونو او د دې هیواد په پلازمینه کې میشت پر یو شمیر بانکونو باندې څار درلود او په هکله یې جاسوسي کړې.
د اتریش صدارعظم سباستیان کورتڅ د آلمان په لاس د جاسوسۍ د هڅو په تړاو چې پکې احتمالاً د ۱۹۹۹ او ۲۰۰۶م کلونو په ترڅ کې شاوخوا ۲۰۰۰ اهداف شامل دي، ویلي: «د څار دغه کچه ډیره پراخه [ستره] وه.»
د اتریش په پلازمینه ویانا کې په دې اړه رابلل شوې یوې ځانګړې خبري ناستې ته د اتریش صدراعظم سباستین کورتڅ وویل چې د هغه حکومت لا له وړاندې له آلماني چارواکو سره په دې تړاو اړیکې نیولي او په دې هکله یې د لا ډیر معلوماتو غوښتنه کړې. د نوموړي په وینا اتریش له آلمان څخه غوښتي چې څوک او کوم سازمان د دې جاسوسۍ د هڅو هدف وو او دغه هڅې کله پای ته رسیدلي.
کورتڅ په دې خبري ناسته کې وویل: «موږ غواړو په دقیق ډول وپوهیږو چې [څارنه] پای ته رسیدلې او که چیرته کوم [ترلاسه شوي] معلومات خوندي ساتل شوي وي، نو زموږ غوښتنه خامخا دا ده چې دغه معلومات له منځه یوړل شي.»
زړې کیسې او زړې هڅې
د روانې اونۍ په پیل کې د «دیر شتندرد» او «پروفایل مګزین» په نامه دوه اتریشي ورځپاڼو رپوټ خپور کړی وو چې د آلمان استخباراتي ادارې یا «بې. ان. ډي» تر ډیره پورې په متحده ایالاتو، ایران، عراق، پاکستان، لیبیا، افغانستان، اسرائیل او شمالي کوریا کې د دوی پر سیاسي نمایندګیو [سفارتونو] څارنه [جاسوسي] کړې ده.
د رپوټونو په حواله د آلمان استخباراتي ادارې د نورو مواردو سربیره یو لړ تلیفوني شمیرې او د نفتو له واردوونکو هیوادونو سره د اړیکو نیولو نورې وسیلې هم تر څار لاندې نیولې وې. رپوت زیاتوي چې آلمان په اروپا کې د امنیت او مرستو سازمان او د اتومي انرژۍ پر نړیوال سازمان باندې هم جاسوسي څار کړی دی. سربیره پر دې زیاته شوې چې د آلمان استخباراتي ادارې د وسلو د تولیدونکو شرکتونو په ګډون یو شمیر شخصي شرکتونه هم څارلي دي. په رپوټ کې همدا راز ویل شوي چې د اتریش هیواد یو شمیر وزارتونه، اسلامي خوښځتونه او ان د دې هیواد خبري آژانس «اې. پې. اې» هم څارل شوی دی.
یادو دواړو اتریشي رسنیو ویلي چې دوی ته دغه معلومات یوې آلمانۍ سرچیني په اختیار کې ورکړي دي. خو بیا هم دا لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې آیا دغه تازه هڅې په ۲۰۱۵م کال کې د آلمان له پخوانیو هڅو سره کومې اړیکې لري او که نه. په ۲۰۱۵م کال کې د آلمان پر استخباراتي ادارې تورې پورې کړل شوی وو چې دوی د امریکا متحده ایالاتو له استخباراتي ادارې سره د اتریش په ګډون پر یو شمیر نورو اروپايي هیوادونو باندې د جاسوسۍ په هڅو کې مرسته کوي.
پر ملګرو جاسوسي
په ۲۰۱۳م کال کې وروسته له هغې چې ایدوارد سنوډن یو لړ پټ استخباراتي معلومات خپاره کړل، د آلمان صدراعظمې انګلامیرکل پر متحده ایالاتو باندې پر آلماني اهدافو د جاسوسۍ له امله سختې نیوکې وکړې. د ۲۰۱۳م کال د دغه سترې افتضاح پر مهال هغې ویلي وو: «د ملګرو ترمنځ جاسوسي هیڅ د منلو وړ نه ده.» دقیقا د مرکل همدغه خبر اوس د آلمان د استخباراتي ادارې له لورې د جاسوسي پرمهال بیا تکراریږي.
د شنبې په ورځ د «۲۰۱۸م کال د جون میاشتې په ۱۶ نیټه» د اتریش ولسمشر الکسندر وان دیر بیلین داسې ښکاریدو چې غواړي همغه پخوانۍ تبصره یو ځل بیا تکرار کړي او ویې ویل: «د ملګرو هیوادونو ترمنځ جاسوسي یوازې غیرعادي نه دي بلکه نه غوښتل شوی یو کار دی او دا د منلو وړ نه دي.»
په آلمان کې د دې هیواد د استخباراتي ادارې مسوولیت لرونکې یوې پارلماني کمیټې ویلي چې دوی له وړاندې نه د جاسوسۍ د ادعاوو او هڅو موضوع ته کتنه پیل کړې او په دې هڅه کې دي چې دا مشخص کړي چې دغه معلومات څومره نوي او تازه دي. یادې کمیټې اعلان کړی د پلټنو لومړنیو پایلو ته د روانې اونۍ تر پایه انتظار کیږي.
(AFP, AP, Reuters, dpa)