1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ابوجا: د بوکو حرام سره خبرو اترو ته چمتو يو

آژانسونه / عبدالباري حکيم۱۳۹۳ اردیبهشت ۲۴, چهارشنبه

د نایجریا د افراطي مسلمانې ډلې، بوکو حرام مشر، شیکاو د ښونځي تښتول شوو نجونو په بدل کي د خپلو ملگرو د خوشې کولو غوښتنه کړې ده. د لومړي ځل لپاره د نایجریا حکومت له نوموړې ډلې سره د خبرو اترو چمتوالی ښکاره کړی دی.

https://p.dw.com/p/1BzaM
انځور: picture alliance/AP Photo

کابو یوه میاشت وشوه چي په نایجریا کي د یو ښونځي ښځينه زده کونکي تښتول شوي دي. دغی پیښې په ټوله نړۍ کي د نایجریا د افراطي او زور پالونکي ډلې پر ضد غوسې را پاورلي دي. په ابوجا کي حکومت چي د څه ناڅه ۲۰۰ نجونو ژغورنې لپاره په نه توانمندي تورن شوی دی، اوس د لومړي ځل لپاره داسي ښکاره کړې چی غواړي له دغې ډلې سره خبرو اترو ته کښېني.

تر اوسه پوري د بوکو حرام له ترهگرې ډلې سره هر ډول اړیکه له امکان څخه لیري گڼلې شوې او له هغې سره د احتمالي دیالوگ خبره هم رده شوې ده.

د نایجریا د حکومت د خاصو چارو وزیر، تامینو تورکي ادعا کړې ده چي : « نایجریا له یاغیانو سره د هر ډول دیالوگ لپاره چمتو وه.» هغه تیر کال د هغه یو کمیسیون مشري په غاړه درلوده چي له بوکو حرام سره د یوې « عمومی بښنې د پروگرام» په هکله مشوره وکړي. هغه د خپلو خبرو په دوام کي وویل چي حکومت چمتو دی « د ټولو ستونزو په هکله خبري وکړې» او په هغو کي د تښتول شوو نجونو موضوع هم شامله ده. د نایجریا د خاصو چارو وزیر په یوې مرکه کي له بوکوحرام څخه وغوښتل چي د خبرو اترو لپاره یو استازی واستوي.

«اضطراري حالت به تمديد کړل سي»

د دغو دیپلوماتیکو اشارو سره سره د نایجریا ولسمشر، گود لک جنتان اعلان وکړ چي د خپل هیواد په درې شمالي ایالتونو، بورنو، یوبي او ادماوا کي چیرته چی ناکرارۍ روانې دي، اضطرراي حالت یو کال نور هم اوږد کړي. له دی حالت څخه په استفادې سره حکومت غواړي چي د بوکو حرام د ملیشو پر ضد پوځي عملیات نور هم پیاوړي کړي.

د بوکو حرام ملیشو د اپریل په نیمایي کي د شمالی ایالت بورنو د چیبوک په ښار کي په ښونځي هجوم یوړ او ۲۷۶ نجونې چي ډیري یې مسیحیانې دي، وتښتولې. یوه اونۍ مخکي بوکو حرام چي په نایجریا کي د یو « اسلامي دولت» د جوړیدو لپاره جگړه کوي، له یو بل ښونځي څخه ۱۱ نوي نجونې وتښتولې. د دغی ډلې مشر، ابوبکر شیکاو په یو تبلیغاتی ویدویي پیغام کي څرگنده کړه چي بوکو حرام غواړي برمته شوي نجوني د خپلي ډلي د بندي غړو په بدل کي معاوضه کړي.

Boko Haram Video 12.5.2014
انځور: picture alliance/abaca

« د انجونو هويت تثبيت سوی دی»

د دوشنبه په ورځ په یوې ویدیو کي څه ناڅه ۱۳۰ تښتول شوي زده کونکې وښودلې شوې. د بورنو د ایالت والي، کاشیم شیتیما څرگنده کړه چي په ویدو کي ښودل شوي نجونې د چيبوک د ښار د ښونځي زده کونکې دي. هغه وویل چی د هغوی ټولو «هویت تثبیت شوی دی.»

د امریکا متحده ایالات غواړي چی د کشافي الوتکو په مرسته د تښتولو شوو نحونو ځای پیدا کړي. د متحده ایالاتو د افریقایی کوماندو قوماندان، جنرال دیوید رودریگیوز د سه شنبه په ورځ ابوجا ته ورسید تر څو د نایجریا حکومت ته د متحده ایالاتو د ملاتړ څرگند کړي.