1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیساف: د شپې له خوا عملیات به دوام ولري

۱۳۹۰ آذر ۲۸, دوشنبه

د آیساف ځواکونو ویاند، کارستین یاکوبسن، د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډي ته وویل، چي د شپې له خوا عملیات به د افغان ځانګړو ځواکونو د شمېر تر ډېريدو دوام و مومي.

https://p.dw.com/p/13VZW
آیساف ویاند، کارستین یاکوبسن
آیساف ویاند، کارستین یاکوبسنانځور: DW

وروسته تر هغه چي افغان ولسمشر، حامد کرزي، یو ځل بیا له نړېوالو ځواکونو څخه غوښتي چي دوئ دي بېله اجازې د افغانانو په کورونو نه ور ننوزي، په کابل کي د آيساف ځواکونو وياند وايي، چي دغه عمليات به دوام وکړي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کي راغلي، چي ولسمشر کرزي دا غوښتنه د یکشنبې په ورځ د ملي امنیت شورا په غونډه کي په افغانستان کي د بهرنیو ځواکونو له عمومي قوماندان جان آلن څخه کړې ده.

خو یاکوبسن بیا وايي چې د شپې له خوا عملیات خورا اغیزمن دي او په ترځ کي یې تر ډېره د وسله والو مخالفینو قوماندانان په نښه کیږي.

دی زیاتوي، چي د شپې له خوا عملیات د افغان او نړېوالو ځواکونو په ګټه دي. ده وویل تردې دمه د شپې له خوا ټول عملیات د افغان ځواکونو سره په همغږۍ ترسره شوی دي:

« موږ له کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو سره ډیره نزدې همکاري لرو او د افغان ځانګړو ځواکونو په روزنه کي هم کار کوو، په ډیر وضاحت سره باید ووایم چي هیڅ شپني عملیات له افغان ځواکونو سره د همغږۍ پرته نه دي ترسره شوي.»

هغه زیاته کړه چي د شپې له خوا په ۸۵ سلنه عملیاتو کي آن یو ډز هم نه دی شوی، نو ځکه خو د همدغو عملیاتو پر مهال ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلي کچه تر یوې سلني هم راټیټه ده.

دوې ورځي وړاندي بهرنيو ځواکونو د ګردېز د منګل کلا په سيمه کي د پکتیا ولایت د نشه يي توکو په وړاندي د مبارزې رييس، حفيظ الله احمدزي، پر کور عملیات تر سره سول، چي په ترڅ کې يې د ده د کورنۍ يوه ښځه مړه او نور څلور تنه ټپیان شوې ول.

خو د آیساف ځواکونو ویاند وايي چي د دغو عملیاتو موخه د پکتیا ولایت د نشه يي توکو په وړاندي د مبارزې رییس نه، بلکي وسله وال مخالفین ول، چې یو شمېر یې ددغو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي هم دي. د هغه په وینا، احمدزی، تیره ورځ بیرته خوشي شوی دئ.

له بل پلوه د پکتیا ولایتي شورا د بهرنیو ځواکونو همدې عملیاتو ته د غبرګون په توګه خپل دفتر تړلی دئ، د دې شورا رييس، ښايسته جان احدي، ویلي:

« ترڅو پوري چي د دې پېښي اصلي عاملين د قانون منګولو ته و نه سپارل شي، د ولايتي شورا دفتر به تړلى وي.»

کابل/ اسماعیل شاکر
کتونکی: سید ریاض