آیا په پاکستان کې ميشت افغان مهاجر ډاډه دي؟
د دويچه ويله خبريال په اسلام آباد پوري اړوند «آي-۱۲» په نوم کمپ ته ورغلی او هلته يې له افغان مهاجرو څخه د هغوی د ستونزو او دا چې آیا په پاکستان کې ډاډمن دي او که نه؟ پوښتني کړي.
په ځينو کمپونو کې ژوند سخت دی
شمع ګل له ۳۳ کلونو راهيسې په پاکستان کې ژوند کوي، خو په دغه کمپ کې يې د اوسيدو ۶ کاله کيږي. دغه سپين ږيری افغان مهاجر د کمپ له بد وضعيت څخه شکايت کوي او وايي کله چې باران شي هر ځاي د اوبو ډنډونه جوړيږي. تر پاخه سړک پوري ځان رسول، د دوي بله لويه ستونزه ده. دغه کمپ د پخو سړکونو څخه په ډيره لرې فاصله کې پروت دی.
اساسي خدماتو ته لاسرسی نشته
ګلاب ګايي په کمپ کې د څښاک د پاکو اوبو له نه شتون څخه شکایت کوي. دی وايې تر دې بله لويه ستونزه يې د خامه لرو ده. هغه وايي که يو کس ناروغه کيږي، نو يوازې روغتون رسولو ته يې۱۰۰۰ تر۱۲۰۰ کلدارې مصرفيږي. دی وايي تر ډامبر سړک پورې ۳ کيلومتره واټن دی او که چيري باران وشي نو ناروغ څو ورځي په کور کې پروت وي.
افغانستان ته بيرته ستنيدو له پاره شرايط مساعد نه دي
عبدالجبار له ۳۵ کلونو راهيسې په پاکستان کې ژوند کوي. هغه مخکې په «آي اليون فور» کمپ ژوند کاوه، خو له ۷ کلونو راهيسي په «آي - ۱۲» کمپ کې اوسيږي. عبدالجبار وايي چې په افغانستان کې حالات ښه نه دی له همدې وجې غواړې چې د خپلې ۱۲ کسيزي کورنۍ د راتلونکې له پاره په پاکستان کې يو بند وبس وکړي. هغه وايي چې اوس هم خپل معرفت د يو افغان په توګه کوي.
«پاکستان زموږ سره ډير ښه کړي دي»
شيرخان ۷ کلن وو چې له افغانستانه پاکستان ته تللی وو. هغه اوس ۴۷ کلن دی. خان وايي چې پاکستان ورسره ډير ښه کړي دي. د هغه په وينا چې پلار ېې په پاکستان کې وفات شوی او خپله هم په دغه هيواد کې را لوی او اوس يې ماشومان هم زلميان شوي دي. شيرخان زياتوي چې هغه اوس ځان د يو افغان پاکستاني په حيث محسوسوي، نه د يو افغان په توگه.
«زما شناخت کارت پاکستانی دی»
حميد خان له ۳۶ کلونو راهيسې په پاکستان کې ژوند کوي. هغه وايي که څه هم په افغانستان کې زيږيدلی، خو عمر يې تقريبا ټول په پاکستان کې تير کړی دی. د هغه په وينا له همدې امله دی په خپل پاکستاني معرفت باندي کوم اعتراض نه لري. حميد خان له پاکستانه ډير خوښ دی او وايي چې دغه هيواد ورته کلونه کلونه ځای ورکړی دی، ښه چلند او ډير څه يې ورسره کړي دي.
د ځوانانو له پاره د امکاناتو کمښت
دغه ځوان ناصر خان نوميږي. ناصر خان هم په کمپ کې د امکاناتو له نه شتون څخه شکايت کوي. دی غواړي په پاکستان کې ژوند وکړي، خو په وينا يې چې د اوسيدو په سيمه کې ېې د ژوندانه امکانات ډير لږ دي. د هغه هيله دا ده چې په کمپ کې لږ تر لږه ساختماني کارونه او سړکونه ورغول شي، تر څو د اوسيدو شرايط پکښې لږ ښه شي.
د ماشومانو له پاره هم امکانات نه شته
اوس په پاکستان کې نژدې ۱.۴ ميليونه افغان مهاجر ماشومان ژوند کوي. په دغې سيمې کې د ۷۰۰ کورنيو د ماشومانو له پاره يوازي يو ښوونځي شته چې د ټولو له پاره کافي نه دی. دلته د ماشومانو له پاره حتی د لوبو يو میدان هم نه شته. ماشومان خپلې لوبې او ساعتيری د خټو او خاورو په خوړونو او ډاګونو کې کوي.
روغتيايي خدمات هم پر نشت حساب دي
که څه هم په دغه ځای کې درې کلينيکونه شته، چې له هغو څخه يو يې آلمان تمويلوي، خو تل پکښې داکتران نه وي. له همدې امله، په ځانګړې توګه په باراني او سوړ موسمونو کې د کمپ اوسيدونکي له سختو ستونزو سره مخامخ وي.