1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا يو فيلم د غیر قانوني مهاجرو مخه نیولای سي؟

۱۳۹۵ فروردین ۱۱, چهارشنبه

د استرالیا حکومت د شپږ میلیونه ډالرو په لگښت یو داسي فيلم جوړ کړی دی چې هدف یې دغه هیواد ته د غیر قانوني مهاجرو د ورتګ مخنیوی دی. دغه فيلم په افغانستان کې هم په پښتو او دري ژبو خپور شوی دی. آیا دغه فيلم هدف ته رسیدلی دی؟

https://p.dw.com/p/1IMDB
انځور د مهاجرو د يوه کمپ دی
انځور: UNICEF/NYHQ2012-0206/Romenzi

دغه فيلم چې «سفر» نومیږي له عراق، افغانستان ایران او نورو هیوادونو څخه د هغو کسانو په اړه دی چې غواړي په غیر قانوني توگه ځان استرالیا ته ورسوي. په فيلم کې ښول شوي دي چې دغه کسان له څومره ستونزو سره مخامخیږي، قاچاق وړونکي مهاجرو ته څرنگه درواغ وایي او دا چې د غیر قانوي مهاجرو ژوند له کومو گواښونو سره مخامخیږي.

د دغه فيلم پر جوړولو او خپرولو باندي شپږ میلیونه ډالر لګول شوي دي چې د استرالیا حکومت له خپلي بوديجې څخه ورکړي دي. په داسې حال کې چې ځيني استرالیایان په ټولنیزو رسنيو کې د حکومت پر دغي پریکړي باندي نیوکې کوي، او دا پوښتنه مطرح کوي چې آیا دا اړينه ده چې حکومت یوازي د یوه فيلم پر جوړولو باندي شپږ میلیونه ډالر ولګوي؟ خو په ټولنیزو رسنیو کې د افغانانو غبرګون ښيي چې ښايي دغه فيلم تر یوه حده پوري خپل هدف ترلاسه کړی وي.

د فیسبوک یوه کاروونکي امیر خان، د دې فيلم تر لیدو وروسته لیکلي دي: «دا د هغو کسانو له پاره دی چې غواړي د قاچاق له لاري [استرالیا ته] ولاړ شي، یو ډیر په زړه پوري فيلم دی.»

افغانستان په ۲۰۱۵م کال کې تر عراق او سوریې وروسته، دریم هیواد دی چې تر ټولو ډیر وګړي یې په غیر قانوني توګه نورو هیوادونو ته مهاجر شوي او هلته یې پناه غوښتې ده. په دې کال کې تر ۱۰۰۰۰۰ ډیر افغانان یوازې آلمان ته رسیدلي دي.

اروپا او استرالیا په داسې حال کې چې د پناه غوښتنه د انسانانو حق بولي، ټینګار کوي چې دغه کار باید له قانوي لارو وشي او مهاجر باید د انساني قاچاق وړونکو تشي وعدې و نه مني.

د فيلم تر لیدو وروسته یوه بل کاروونکي سعید حسیني، لیکلي دي: «ما دا فيلم ولید. په فيلم کې د جنګ ځپلو هیوادونو د بېچاره وګړو له ډلي څخه چې غواړي استرالیا ته په قاچاقي توگه ولاړ شي، ټول ووژل شول او یوازي یو ماشوم ژوندی پاته شو. ما ډیر وژړل.»

هغه پر هغو کسانو چې غواړې خپل هیواد پریږدي او په قاچاقي توګه اروپا او یا هم استرالیا ته ولاړ شي غږ کوي چې له دې کاره ډده وکړي او په خپل هیواد کې پاته شي. حسیني زیاتوي: «هغه کسان چې غواړي بهر ته ولاړ شي باید دا فيلم وویني او ترې عبرت واخلي.»

په تیرو څو کلونو کې ډېرو افغانانو يووار بیا د خپل هیواد پریښودو ته مخه کړې ده. کارپوهان وایي چې د دې بدلون لوی لاملونه په افغانستان کې ناکامه حکومتوالي، ناامنۍ او بېکارۍ دي. د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو هم همدې موضوع ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې که څه هم له افغانستانه د غیر قانوني وتلو سفر له ګواښونو ډک دي، خو ډېر افغانان په خپل هیواد کې هیڅ راتلونکې نه وي او له دې کبله اړ دي چې دا ګواښونه ومني.

خو ډیر وخت مهاجر د نورو مهاجرو د غلطو معلوماتو او تشو ژمنو له کبله د اروپا او استرالیا سفر ته ملا تړي چې په ځینو مواردو کې یې د ژوند په بیه تمامیږي. کارپوهان وایي چې دغه شان فلمونه کولای شي افغانانو ته په لار کې د پرتو ګواښونو یو سم انځور ورکړي.