1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا له پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستل سم گام دی؟

۱۳۹۵ آذر ۱۸, پنجشنبه

پاکستان له څو لسیزو راهیسې د سونو زرو افغان مهاجرو کوربه دی. خو په تیرو څو مياشتو کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د وتلو لړۍ گړندۍ شوې ده. په پاکستان کې د یو ان اچ سي آر له مشر سره په دې هکله مرکه.

https://p.dw.com/p/2TwrW
Pakistan Afghanische Flüchtlinge
انځور: DW/F. Khan

دویچه ویله: آیا له پاکستان څخه د افغان مهاجرو بیرته ستنول له بشري اړخه یو سم گام دی؟

اندریکا راټوای: دا چې د بیرته ستنیدو لړۍ پایداره وي لازمه ده چې دغه ستنیدل پخپله خوښه وي او خلک خوندي او په عزت سره خپل وطن ته ستانه شي. که چیري د بیرته ستنیدلو بهیر پخپله خوښه وي او خلک په عزت سره ستانه شي نو په خپل هیواد کې په بریالۍ توگه د هغوی ادغام تر ډیره په همدغو خبرو پورې تړلی دی. خو که چیرې د بیرته ستنیدو له پاره پر هغوی باندي فشار وي او شرطونه ولگول شي نو سړی له داسې یوه وضعیت سره مخامخ کیدای شي چې احتمالا خلک د بیرته ستنیدو په صورت کې مدغم نه شي. بیا په افغانستان کې دا وخت ډیر چلینجونه موجود دي. هلته امنیتي وضعیت خراب دی، د کور دننه د بې ځایه شوو خلکو شمیر ډیر دی او د حکومت پر هڅو سربیره هم ستنو شوو خلکو ته د فرصتونو برابرول یوه لویه ستونزه ده. دلته مهمه مسله دا ده چې د خلکو ستنیدل پخپله خوښه وي.

دویچه ویله: آیا د پاکستان او افغانستان په اړیکو کې د خړپړتيا زیان افعان مهاجر گالي؟

اندریکا راټوای: زما په آند په هر داسي یوه وضعیت کې چې خلک په یوه سیاسي مسله کې راگیر شي، نو کار ستونزمن کیږي. اوسمهال د پاکستان او افغانستان دوې اړخیزي اړیکي ډیري ښې نه دي او په دغسې یوه حالت کې زیاتره وخت پر پرمختیايي تگلارو باندي عمل مشکلیږي. خو له دواړو اړخونو هڅې روانې دي. زموږ په آند پاکستان له ۳۷ کلونو راهیسې له افغان مهاجرو سره ښه چلن کړی دی. پاکستان د هغوی کوربه توب وکړ، د هغوی پاملرنه یې وکړه، ټولني د کلونو له پاره له هغوی سره خپل محدود وسایل شریک کړل. د پاکستانیانو او افغان مهاجرو تر منځ هیڅکله ټکر نه دی راغلی. خو دا هم حقیقت دی چې اوس یوه ستړتیا لیدل کیږي او خلک غواړي چې پوه شي چي دا به تر کوم وخته دوام ولري. آیا افغانان به يو وخت خپل هیواد ته ستانه شي او که نه.

دویچه ویله: آیا له پاکستان څخه ستانه شوي افغان مهاجر به د اروپا پر لور مخه کړي؟

اندریکا راټوای: په دې برخه کې په پاکستان کې د میشتو افغان مهاجرو په هکله په ځینو مسايلو پوهیدل ضروري دي. په پاکستان کې موجود ۱،۴ میلیونه راجستر شوو افغانانو اکثریت یې پښتانه دي. دغه خلک په ورځنۍ مزدوري باندې گزاره کوي او زیاتره یې په بې وزلۍ کې ژوند کوي. د زیاتو منابع لرونکو پښتنو شمیر کافي کم دي او زیاتره یې هغه خلک دي چې ډیر څه نه لري. که اروپا ته تلونکو افغان مهاجرو ته نظر واچول شي نو زیاتره یې هزاره او تاجک دي. د هغوی په پرتله اروپا ته د تلونکو پښتنو شمیر ډیر کم دی. تر کوم ځایه چې له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنیدونکو افغان مهاجرو خبره ده، نو زیاتره یې په خپل هیواد کې د قدم ایښوولو په هڅه کې دي. د هغوی له پاره په افغانستان کې مهمه مسله کار او خدماتو ته لاس رسی دی. نو زما په آند د دې امکان کم دی چې له پاکستان څخه ستنیدونکي افغان مهاجر دې اروپا ته مخه کړي.

نور مطالب: