1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو پر کانډومونو او جنسي پاروونکو وسایلو بندیز لګولی؟

۱۴۰۱ بهمن ۲۱, جمعه

په افغانستان کې یوشمېر درملتونونو او خلکو ادعا کړې چې طالبانو د کانډومونو، د امیندوارۍ ضد درملو او جنسي پاروونکو وسایلو پلور حرام او بند کړی دی، خو آیا طالبانو ریښتیا هم دغسې یو حکم صادر کړی؟

https://p.dw.com/p/4NJoF
کانډوم
کانډومانځور: Oleksandr Latkun/Zoonar/picture alliance

په هرات کې د مصطفي په مستعار نوم د یوه درملتون مسؤل دویچه ویله ته وویل، طالبانو ورته ویلي چې پېرودونکو ته کانډوم او د امیندوارۍ ضد درمل ورنه کړي: «له څو ورځو راهیسې طالبان درملتونونو او د درملو عمده پلورونکو ته ابلاغوي چې د کانډومونو، جنسي پاروونکو جلونو او درملو له پلورلو ډډه وکړي.»

هغه زیاته کړه: «طالبان دغه روغتیاي وسایل او درمل د شریعت خلاف او د کفارو عمل بولي.»

د دغه درمل پلورونکي په خبره، طالبانو ویلي، د امیندوارۍ ضد پر هغو درملو بندیز نشته چې جنسي پاروونکي ځانګړنه ونه لري.

اړوند مطالب:يو آلمانی سازمان پر مهاجرو کانډومونه ويشي

سره له دې چې په کابل او بلخ ولایتونو کې هم د یوشمېر درملتونونو مسؤلان ورته کیسه لري، خو د طالبانو ادارې د عامې روغتیا وزارت دا خبر رد کړ.

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان د دویچه ویله د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا طالبانو په افغانستان کې د امېندوارۍ ضد درملو او وسایلو پلور منع کړی؟ وویل: «دا موضوع حقیقت نه لري.»

خو د جنسي اړیکو پرمهال د کاریدونکو ځینو روغتیايي وسایلو او کانډومونو د پلور په اړه یې څه ونه ویل.

افغان مدني فعالان وايي د خلکو د ژوندانه په بیلابیلو اړخونو د طالبانو محدودیتونو ستونزې ډېرې کړي.

اړوند مطالب:آلمان: په پټه د کانډوم سوري کولو ښځه پر حبس محکومه کړه

مدني فعال سبحان رستګار وايي: «د طالبانو دا پریکړه به لومړی او وروستی نه وي، تردې وړاندې یې هم بیلابیلو محدودیتونو خلکو ته سخت ټکان ورکړی چې له دې ډلې د جامو پلورنځایونو کې د لباس له نانځکو د سرونو پرې کول، په تبلیغاتي تابلوګانو کې د انځور په خپرولو بندیز لگولی دی.»

د ۲۰۲۱م کال د اګست مياشتي راهیسې له کله چې طالبان دویم ځلې واک ته رسېدلي، په افغانستان کې یې بیلابیل محدودیتونه لګولي.

تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو، پوهنتونونو کې د نجونونو د تحصیل پر دوام بندیز او نادولتي موسسو کې د ښځو د کار ځنډول یې هغه محدودیتونه دي چې په کور دننه او بهر کې کلک غبرګون له ځان سره لري.