1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا د طالبانو دریځ د ښځو د حقونو په برخه کې نرم شوی؟

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۹, شنبه

فعالانو ویلي دي چې د قطر په وروستیو خبرو اترو کې طالبانو د ښځینه استازو له ګدون سره کومه ستونزه نه لرله او ژمنه یې کړې ده چې د ښځو له زده کړې او د کارکولو له حق څخه به ملاتړ وکړي.

https://p.dw.com/p/1FNKq
انځور: ADEK BERRY/AFP/Getty Images

له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کال پورې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ښځو د کار کولو اجازه نه لرله او همداراز یې نه شوای کولی چې په ښوونځیو کې زده کړې وکړي. هغوی له خپلو کورونو له یوه نارینه پرته بهر نه شوای تلای.

خو د هغه ۲۰ کسیزه پلاوي په ترکیب کې چې قطر ته له طالبانو سره د غیر رسمي خبرو اترو له پاره تللی وو درې تنه ښځې هم شاملې وې. دغو ښځو ویلي دي چې قطر ته تیره اوونۍ راغلو د طالبانو استازو د دوی نظریاتو ته غوږ ونیوه او ورته یې توجه وکړه.

په اسیا کې د بشري حقونو د څار او د ښځو حقونو فعالې هیتر بار، وویل: «ویل کیږي چې د طالبانو استازو د ښځو له زده کړې څخه د پوهنتون تر درجې پورې ملاتړ اعلان کړی دی او ژمنه یې کړې ده چې ښځو ته له کوره بهر د کار کولو اجازه ورکړي، آن په داسې بخشونو لکه انجنري کې.»

هغې زیاته کړې ده: «دا هغه حقونه دي چې تر ۲۰۰۱ کال مخکې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ورباندې په بشپړه توګه بندیز لګول شوی وو. طالبانو هغه وخت ښځو ته اجازه نه ورکوله چې پرته له یوه نارینه له کوره بهر شي.»

د افغانستان د پارلمان پخوانۍ غړې او د ښځو د حقونو فعالې ملالۍ شینوارې، چې په دغو خبرو اترو کې یې ګډون کړی وو، وویل چې د طالبانو استازو د پارلمان د ښځینه غړو ملاتړ وکړ او ویې ویل چې ښځې کولای شي چې خپل میړه پخپله انتخاب کړي.

شینوارې د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «کله چې ما هغوی ته وویل چې د واکمنۍ په دوران کې یې د چادري جبري پر سر کولو زه دې ته اړه کړې وم چې نړۍ له وړوکو سوریو ووینم، نو هغوی زما خبرو ته په ډیر دقیق ډول غوږ نیولی وو.»

هغې زیاته کړې ده: «ما ورته آن د خپل د کلې د هغې ښځې کیسه وکړه چې خپل دوه زامن یې له لاسه ورکړي دي. یو له طالبانو سره په جګړه کې او بل بیا له دولتي ځواکونو سره. اوس دغه میرمن د خپلو دوو زامنو له لاسه ورکولو وروسته په ډیر بد وضعیت کې ده.»

شینواري ویلي دي چې هغه دغې غونډې ته په دې اند تللې وه چې د طالبانو استازي به یې آن خبرو ته غوږ و نه نیسي، خو زیاته کړې یې ده چې د توقع خلاف یې د غونډې تر پایه ته رسیدو وروسته، د طالبانو یوه غړي ورته وویل چې د خبرو تر اوریدو وروسته یې په سترګو کې اوښکې راغلې.

د شینوارې تر څرګندونو وروسته یو شمیر نورو فعالانو پر طالبانو باندې سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې دغه ډله یوازې پوچ ضمانتونه ورکوي. له بلې خوا دا خبره هم روښانه نه ده چې د طالبانو دغه غړي د دې ډلې په منځ کې څومره اعتبار او صلاحیت لري.

هیتر بار هم د طالبانو له خوا شویو ژمنو ته د شک په سترګه ګوري او وایي: «طالبان ډیر وخت یوه خبره کوي خو بیا بل کار ترسره کوي. له افغان حکومت سره په جګړه کې طالبانو ډیر وخت د نجونو پر ښونځیو او پر روزونکو باندې بریدونه کړي دي. هغوی د ښځو د حقونو فعالین او عامې ښځې وژلې او یا یې ګواښلې دي. دغه شان بریدونه اوس هم دوام لري.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب