1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا د اروپايي ټولنې د اصلاحاتو په برخه کې به پرمختگ وشي؟

۱۳۹۷ خرداد ۱۴, دوشنبه

د آلمان صدراعظمې انگلا ميرکل د فرانسې د ولسمشر مکرون د اروپايي ټولنې د اصلاحاتو پر وړانديز تر څو مياشتو ځنډ وروسته مثبت غبرگون ښوولی. پاريس پر دې خبره ډير خوښ دی.

https://p.dw.com/p/2yt8p
Frankreich Treffen Angela Merkel & Emmanuel Macron in Paris
انځور: Reuters/C. Hartmann

د فرانسې د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا ويل شوي چې ميرکل د «فرانسې له نظر سره د همنظره کيدو» په حال کې ده. خو ولسمشر ايمانويل مکرون ډير انتظار ویست څو میرکل د يوې ورځپاڼې سره په مرکه کې د نوموړي پر وړانديز غبرگون وښيي. مکرون له څو مياشتو راهيسې په اروپايي ټولنه کې د اصلاحاتو په اړه د خپل وړاندیزونو له پاره تبليغ کاوه او تر ټولو زياته هڅه یې د آلمان د همکارۍ د لاسته راوړلو له پاره وه. خو په آلمان کې د نوي حکومت جوړيدو ډير دوام وکړ او همدا وو چې فرانسې د آلمان له خوا واضح ځواب نه شو ترلاسه کولای.

خو د «فرانکفورتر الګماینن زونتاگس مګزین» په نامه له ورځپاڼې سره د ميرکل مرکې دا وضعه بدله کړه. دا په ټوله کې ښيي چې ميرکل پر اروپا تمرکز کوي.

د مکرون يو وړانديز د يورو د پولې واحد د حوزې له پاره د پانگه اچونې د بودجې رامنځته کول دي. د آلمان مسيحي اتحاد او سوسيال ديموکرات گوندونه هم په خپل ائتلافي تړون کې پر دې خبره سره یو شوي ول. ميرکل اوس ويلي چې دا بودجه بايد د «د ميليارد د دوه گونو شميرو» څخه زياته نه وي. نوموړې دا بودجه په تدريجي ډول رامنځته کول غواړي او بیا به یې اغیزمنتوب ارزول کيږي.

Deutschland | Frankreichs Staatspräsident Macron besucht Aachen
د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون په اروپايي ټولنه کې د اصلاحاتو وړاندیزونه کړيانځور: picture-alliance/dpa/I. Fassbender

خو ميرکل په خپلو خبرو کې دا روښانه نه کړه چې آیا دا بودجه به د اروپايي ټولنې په عمومي بودجې پورې تړاو لري او يا لکه مکرون چې یې غواړي د اروپايي ټولنې د ماليې د وزیرانو په اختيار کې به وي.

ميرکل غواړي چې د پانگه اچونې دا بودجه په اروپايي ټولنه کې د اقتصادي توپيرونو د له منځه وړولو له پاره وکاريږي. د نوموړې له نظره دا پیسې بايد هغو هيوادونو ته ورکړل شي چې د «ساينس، تکنالوژۍ او د نوښتونو په برخه کې وروسته پاتې دي».

آیا د یورو ژغورلو صندوق به د پیسو په صندوق بدل شي؟

بل وړاندیز د «اي ايس ايم» يا د يورو د ژغورنې صندوق ته د پیسو د اروپايي صندوق په توگه د پراختيا ورکولو دی. ميرکل وړاندیز وکړ چې له هغو هيوادونو سره چې د بهرنيو حالاتو له کبله د ستونزو ښکار شوي، باید د لنډ مهالو پورونو له لارې مرسته وشي. مکرون هم په دې همدې نظر دی. خو ميرکل وويل چې دا ډول مرسته به د ضمانت په بدل کې وي، د پیسو اندازه به یې محدوده وي او بايد په بشپړ ډول بيرته ادا شي.

پاريس بیړه کوي

په پاريس کې اوس داسې فکر کيږي چې د ميرکل تر څرگندونو وروسته د دې مذاکراتو له پاره لاره هواره شوې ده. د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا ويل شوي چې ميرکل او مکرون به د اوونۍ په پای کې په کاناډا کې د G7 د سرمشريزې په څنډه کې سره وگوري.  په دې ليدنه کتنه کې به په شريکه د اصلاحاتو له پاره چمتوالی ونيول شي.

آلمان او فرانسه غواړي چې د روانې مياشتې په پای کې د اروپايي ټولنې د سرمشریزې تر مخه د يورو د ساحې د اصلاحاتو پلانونه چمتو کړي. دا سرمشریزه د ۲۰۱۹ م کال په مي مياشت کې د اروپا د پارلمان تر ټاکنو مخکې د راتلونکو ممکنه پروژو د په لاره اچولو وروستۍ فرصت دی.

bs/ms(dpa,afp, rtr)

زموږ له آرشيف څخه: