آیا افغانستان ته نور په زرونو امریکایي عسکر لیږل کیږي؟
۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۵, جمعهد فرانسې خبري آژانس د رپوټ له مخې له ۲۰۱۱م کال کې راهیسې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شمیر د راکمولو وروسته امریکایي پوځي قوماناندانانو ویلي دي چې د ځواکونو شمیر زیاتیدو ته اړتیا ده، څو په ښه توگه د افغان ځواکونو ملاتړ وشي او د طالبانو تر کنترول لاندي سیمې بیرته ونیولي شي.
د امریکایي رسنیو د رپوټونو له مخې پېنتاگون به له ۳۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ ځواکونو پورې د استولو غوښتنه وکړي چې زیاتره به یې د سلا مشورې او افغان عسکرو او پولیسو د روزنې دنده پر غاړه ولري.
اوسمهال په افغانستان کې د امریکایي عسکرو شمیر ۸۴۰۰ تنه دی، پر دې سربیره په افغانستان کې د ناټو د متحدینو د عسکرو شمیر هم ۵۰۰۰ تنو ته رسیږي چې دنده یې سلا مشورې او روزنه ده.
خو دغه شمیر شپږ کاله تر مخه د امریکایي ځواکونو له شمیر څخه ډیر کم دی چې شا او خوا سل زرو تنو ته رسیدی. خو د افغانستان اردو هڅه کوي چې د طالبانو د پر له پسې یاغیتوب پر وړاندې دغه تشه ډکه کړي.
د ځانگړو عملیاتو له پاره د امريکا د دفاع وزیر سرپرست مرستیال تریسا ویلن، د سنا د وسله والو خدماتو جرگه گۍ ته ویلي دي: «زه تمه لرم چې دغه وړاندیزونه به راتلونکي اوونۍ ولسمشر ته ورسیږي.»
هغه ویلي دي، د دې موخه دا ده چې د بن بست هاخوا پرمختگ وشي او دا ومنل شي چې افغانستان په یوه ډیره مغلقه سیمه کې د متحدو ایالاتو ډیر مهم شریک دی.
ناټو په رسمي توگه د ۲۰۱۴م کال په پای کې په افغانستان کې د طالبانو پر ضد جنگي ماموریت پای ته ورساوه او اوسنی ماموریت یې د افغان ځواکونو ملاتړ، روزنه او سلا مشورې دي.
تیر کال د امریکا متحدو ایالاتو پخواني ولسمشر بارک اوباما په محدودو قضیو کې د طالبانو پر ضد د امریکایي هوايي بریدونو اجازه ورکړې وه، څو په عملي ډگر کې افغان ځواکونو ته «ستراتيژیکه گټه» تضمین شي.
د سنا جرگه گۍ ته د امریکا متحدو ایالاتو د ځانگړو عملیاتو د قوماندې مرکز قوماندان رایموند توماس، ویلي دي چې د ترمپ نوې اداره ښایي تر دې هم وړاندې ولاړه شي او د طالبانو پر وړاندې د مستقیمې بوختیا اجازه ورکړي. د هغه په خبره «د بوختیا د قواعدو د بدلون په هکله غور کیږي.»