آیا افغان طالبان د پاکستان فشار نه مني؟
۱۳۹۴ اسفند ۲۵, سهشنبهرویټرز خبري آژانس په خپله یوه تفصیلي مقاله کې د طالبانو د شورا د یوه غړي له قوله لیکلي دي چې کابو دوې اوونۍ دمخه له پاکستاني چارواکو سره تر پټي لیدني کتني وروسته د طالبانو شورا په یوه نامعلوم ځای کې غونډه کړې ده او د مارچ میاشتي په پیل کې یې له افغان حکومت سره پلان شوي خبري اتري رد کړي دي. نوموړي خبري آژانس د طالبانو د شورا د دغه غړي نوم نه دی په ډاگه کړی.
رپوټ زیاتوي چې د دې برعکس طالبانو په اصطلاح د پسرلنیو عملیاتو پیلولو ته د چمتووالي خبره کړې ده.
پر طالبانو د پاکستان نفوذ ته د سولې د پلان د مهم فکتور په سترگه کتل کیږي چې په تیرو میاشتو کې د افغانستان، پاکستان، امریکا متحدو ایالاتو او چین له لوري د پنځلس کلن کړکیچ د ختمیدو په موخه رامنځ ته شوی دی.
په اسلام آباد کې یوه پاکستاني چارواکي ویلي دي چې د افغانستان په دننه کې د جگړې په ډگر کې د طالبانو وروستیو لاس ته رواړونو توازن بدل کړی دی. د پاکستان د پوځ یوه متقاعد چارواکي چې د دغو خبرو اترو څخه خبر دی، رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي: «هغوی د پخوا په شان په پاکستان کې پټنځایونو ته نوره اړتیا نه لري. که چیري پاکستان هغوی ته د ایستلو گواښ کوي نو د پخوا په څیر به اغیز و نه لري.»
واشنگټن مېشته د ووډرو له فکري بنسټ څخه مایکل کوگلمن، له نوموړي خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «د پاکستان له لوري گټونکي قطعه چې د دوی په خاروه کې خوندي پټنځایونه ول، د له منځه تلو له گواښ سره مخامخ ده.» نوموړي زياته کړې ده چې طالبان د وروستي پرمختگ او احتمالاٌ د راتلونکو لاس ته راوړنو په پام کې نیولو سره د جگړې له ډگر څخه د پر شا کیدو لږه انگیزه لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند نفیس ذکریا، ویلي دي چې دی له طالبانو سره د غونډو په هکله هیڅ معلومات نه لري خو زیاته کړې یې ده چې د سولې د حساسو او لوړو نوښتونونو د خبرو اترو په هکله «معمولاٌ دوی په دې نه پوهیږي، چې له چا سره لیدلي دي.»
خو په کابل کې د افغان حکومت غړي د پاکستان د وروستیو څرگندونو په هکله په شک او تردید کې دي. د افغانستان د کابینې یوه غړي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «د افغانستان د سولي پروسې په هکله د پاکستان صداقت او اخلاص تل تر پوښتني لاندی دی.»
رویټرز په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د طالبانو د مشرتابه شورا یوه غړي دوی ته ویلي دي چې د طالبانو استازو څه د پاسه دوې اوونۍ تر مخه په اسلام آباد کې له پاکستاني چارواکو سره لیدلي دي. ویل کیږي چې د دغې شورا زیاتره غړي په پاکستان یا افغانستان کې مېشت دي او د قطر او متحدو عربي آماراتو تر منځ هم تگ راتگ کوي.
د طالبانو شورا غړي رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «هغوی زموږ له استازو څخه غوښتي دي چې راتلونکي غونډي ته نور زیات پریکړه کوونکي کسان راولي...له افغان او امریکایي چارواکو سره غونډي ته. دا د هغوی خوب دی، زموږ د جگپوړو قوماندانانو په لیدلو به و نه توانیږي.»
یوه بل جگپوړي امنیتي پاکستاني چارواکي چې له خبرو اترو خبر وو ویلي دي: «زه فکر نه کوم چې خبري اترې دې ختمي شوي وي، خو جدي ناروغۍ ځپلي دي.» هغه ویلي دي: «هغه کسان چې په پاکستان کې دي... موږ ورته په تکراري ډول ویلي دي، که چیرې په پروسه کې [د سولي خبري اتري] گډون و نه کړي نو هغوی باید ولاړ شي.» خو دغه چارواکي یادونه کړې ده چې «موږ هغه څه وکړل چې کولای مو شول... خو نفوذ د کنترول معنی نه لري. هغه وختونه ولاړل.»
د طالبانو دغي سرچیني چې له رویترز سره یې خبري کړي دي په اسلام آباد کې یې له پاکستان چارواکو سره په غونډه کې گډون نه دی کړی، خو د طالبانو په هغه غونډه کې یې حضور لاره چې د سولې په خبرو اترو کې د گډون په موخه د پریکړي له پاره جوړه شوې وه.
د رویترز په حواله دغي سرچينې ویلي دي: «زما په شخصي آند ملا منصور او ځیني نور مشران د سولي د خبرو اترو پلوي کوي او نه غواړي پاکستان وزوروي...خو هغوی د شورا د غړو له تائید پرته پریکړه کولای نه شي.»
نوموړی خبري آژنس لیکي چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له پاکستاني چارواکو سره د هر رنگه غونډي په هکله له نظر څرگندولو څخه ډډه کړې ده، خو د طالبانو شورا غونډه یې تائید کړې او په دې هکله یې نور جزئیات نه دي ورکړي.
په عام محضر کې د پاکستان او افغانستان حکومتونه هیله څرگندوي چې د سولي خبري اتري ښایي په اصطلاح د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو دمخه پیل شي. د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو چارو سلاکار په «راتلونکو ورځو» کې د سولي خبرو اترو د پیلیدو په برخه کې د پرمختگ خبره کړې وه.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو قوماندانانو د شورا دغي پریکړي ته په کتو سره، رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې هغوی خپل پام د کلنیو فصلي عملیاتو پیلولو ته اړوي.