1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا پوجدمون به هم بندي شي؟

۱۳۹۶ آبان ۱۲, جمعه

د بې واکه شوو کاتالان سياستوالو نيمه برخه يې زنداني شوې ده. اوس د هسپانيې قضا غواړي چې کارلس پوجدمون هم ونيسي. خو هغه بيا غواړي په بلجيم کې پاته شي.

https://p.dw.com/p/2mwk9
Spanien Barcelona - Sitzung im Katalanischen Regionalparlament
انځور: Reuters/A. Gea

د کاتالونيا د بې واکه شوې کابينې له څوارلسو غړو څخه نهه تنه د پنجشنبې په ماښام د قاضيانو له خوا تر پوښتنو ګروېږنو وروسته د مادريد په شاوخوا کې پرتو زندانونو ته ورانتقال شوي دي. دغه خبر هسپانوي رسنيو ورکړی دی. د هغوی په منځ کې د پخواني حکومتي مشر پوجدمون مرستيال، اوريول خونکېراس، هم راځي. له دې تر مخه يوې قاضي د هساپنيې په دولتي محکمه کې د هغو سياستوالو په وړاندې د تحقيقاتي بند امر کړی وو چې د کاتالونيا د خپلواکۍ د غوښتنې له کبله د بغاوت په تور متهم شوي ول. يوازې پخوانی وزير سانتا ويلا، چې په بارسلونا کې د پارلمان له خوا د خپلواکۍ تر پرېکړې مخکې يې استعفا کړې وه د ۵۰ زرو يورو ضمانت په ورکولو سره په موقتي توګه بېرته آزاد شوی دی.

پوجدمون به د محکمې په وړاندې حاضر شي؟

دا چې د پوجدمون په وړاندې هم د نيولو امر صارديږي، که نه، لا څرګنده نه ده. د هغه د مدافع وکيل، پاول بېکارت، دا خبره تائيد کړې ده، خو د هسپانيې عدلي څانګو بيا هغه رد کړې ده. په مادريد کې ويل شوي دي چې د نيولو امر به ښايي د جمعې ورځې په ترڅ کې صادر شي. سره له دې هم بېکارت اعلان وکړ چې پوجدمون به په بلجيم کې پاته او هلته له چارواکو سره همکاري وکړي. پوجدمون چې له ځينو ملګرو سره يو ځای يې بروکسل ته مخه کړې ده، بايد اصلا د يوه قاضي د امر مطابق د پنجشنبې په ورځ د هسپانيې پلازمېنې ته سفر کړی وای. بېکارت له وړاندې اعلان کړی دی چې له هسپانيې څخه د پوجدمون د ورتسليمولو د غوښتنليک په وړاندې به دی حقوقي دعوا وکړي. بېکارت پخوا د باسک تروريستي ډلې، اېتا، له غړو څخه هم دفاع کړې وه څو هغوی هم هسپانيې ته ونه سپارل شي. که د اروپا په سطح د نيولو امر جاري شي، نو هغه هېواد چې اړونده کس په کې نيول کيږي، بايد هغه د شپېتو ورځو په ترڅ کې و هغه هېواد ته وسپاري چې د نيولو امر يې جاري کړی دی.

Spanien Demonstration für Unabhängigkeit Katalonien in Barcelona
په کاتالونيا کې لاريونونه له دې وروسته هم دوام لريانځور: Getty Images/J. Taylor

«ظالمانه چلند»

د کاتالونيا په تلويزيون کې په خپره شوې يوه ويډيو کې پوجدمون په اصطلاح «د حقوقي ولسمشر» په توګه د ټولو بنديانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. دا يې هم وويل چې د هغه په وړاندې دې هم يوه «سياسي محاکمه» راوغوښتل شي، ځکه چې دا د هغه په وينا «نوره د هسپانيې يوه داخلي مسله نه ده.» د هغه په نقل قول د ټولو موجوده «ګواښونو» له کبله بايد اروپايي ټولنه هم اوس عمل وکړي. پوجدمون په خپل عبارت «د اوږده او ظالمانه چلند په وړاندې» سوله يز مقاومت وغوښت. آن د بې طرفه کتونکو له لوري د هسپانيې د قضايي ارګانونو چلند له ډېرو انتقادونو سره مخامخ شوی دی. د کاتالونيا د مرکز بارسلونا، ښاروالې، آدا کولاو، د ژورنالستانو په حضور کې وويل چې ورسره کېدونکی چلند د «غچ اخيستنې» يوه کار ته ورته برېښي. په زرګونو خلکو د دولتي محکمې د قاضي د حکم په وړاندې د بارسلونا په کوڅو کې مظاهره وکړه. صنفي اتحاديو د راتلونکو ورځو له پاره د احتجاجي لاريونونو اعلان کړی دی.