1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا په تهران کې حاکم رژيم به بدل شي؟

۱۳۹۶ خرداد ۲۸, یکشنبه

رېکس ټيلرسن داسې وويل: «د متحده آيالاتو سياست دغه هدف لري چې په ايران کې د ځينو عناصرو په ګډون د حکومت سوله يز بدلون ته لاره هوار کړي.» خو آيا امريکا غواړي چې په ايران کې حاکم رژيم راوپرځوي او قدرت بل چا ته وسپاري؟

https://p.dw.com/p/2eswc
Rex Tillerson  in Saudi-Arabien Riad
انځور: picture alliance/dpa/E.Vucci

د متحده آيالاتو خارجه وزير د جمهوري غوښتونکي استازي، تېد پو، يوې پوښتنې ته په ځواب کې د تهران د رژيم د بدلېدلو خبره کړې ده. خو ټيلرسن له دې مخکې دا هم ويلي وو چې د ترمپ د ادارې له خوا د ايران پر سياست او تګلارې باندې کار روان دی چې دغسې يوه تګلاره لا ولسمشر ته وړاندې شوې هم نه ده.

له دې کبله علي فتح الله نژاد له دې څخه خبرداری ورکوي چې د ټيلرسن د څرګندونو په اساس دې داسې وانګېرل شي چې د رژيم بدلون به د امريکا له خوا يوه اصلي ژمنه وي. له دويچه ويله سره په مرکه کې د آلمان د بهرني سياست د ټولنې د ايران د چارو کارپوه، ټولو جزياتو ته په دقت سره د کتلو غوښتنه کوي، هغه وايي: «طبعا د هغه په څرګندونو کې داسې څه راغلي دي چې د رژيم پر بدلون دلالت کوي. خو نور اصلي ټکي هم شته لکه د ايران په وړاندې د يوې لا مخامخې امريکايي پاليسۍ خوا ته اشارې، خو دا تر ټولو لومړی د ايران پر سيمه يز نقش د هغوی تمرکز دی.»

د ۱۹۵۳ کال کودتا

د ايران حکومت د واشنګټن څرګندونو ته د پنجشنبې په ورځ کلک غبرګون ښودلی دی. د بهرنيو چارو د وزارت وياند، بهرام قاسمي دغه خبره «اشغال طلبه او له نړيوالو حقوقو څخه غوڅه سرغړونه» وبلله. د ايران خارجه وزير، جواد ظريف، د تويتر د لارې د متحده آيالاتو له خوا په وروستي ځل د رژيم د بدلون يادونه وکړه. هغه په ۱۹۵۳ کال کې د سي آی اې له خوا په دموکراتيک ډول د منتخب صدراعظم، محمد مصدق، په وړاندې پيل شوې کودتا وه. نوموړی په لويديځه آسيا کې لومړنی په دموکرات ډول ټاکل شوی صدراعظم وو.

حساسه خبره دا ده چې د امريکا خارجه وزارت په تېره پنجشنبه د مصدق د پرځېدو او د واشنګټن د لاسپوڅي په توګه د رضا شاه پهلوي د راوستلو په اړه د امريکا د استخباراتو د رول په هکله هغه راپور خپور کړی دی چې تاريخپوهانو ورته ډېر وخت انتظار ايستلی وو.

د ايران د مدني ټولنې له پاره چوکاټ تنګيږي

داريوش نمازي چې د ايراني او امريکايي ملي جرګه ګۍ په نوم په يوې ټولنې پورې تعلق لري، د ټيلرسن څرګندونې د رژيم د بدلولو له پاره يوه ښکاره ژمنه بولي. د دغې غير دولتي ټولنې په ويبپاڼه کې يې ليکلي دي چې د بارک اوباما ادارې تل له دې څخه ډډه کوله چې د تهران د رژيم د پرځولو په هکله خبرې وکړي. علي فتح الله نژاد له دويچه ويله سره په مرکه کې ومنله چې «سخت دريځه کسان په تهران کې د متحده آيالاتو له ايران ضد اظهاراتو څخه په خپله نفع ګټه واخلي. له دې لارې په ايران کې د مدني ټولنې د فعالانو له پاره چوکاټ له اوسني خراب حالت څخه لا په تنګېدو دی.»

د امريکا د استازو په جرګه کې شويو د ټيلرسن له څرګندونو څخه که هر تعبير هم واخيستلی شي، خو د واشنګټن او تهران تر منځ اړيکې د ټکر په لور روانې دي. د پنجشنبې په ورځ د متحده آيالاتو د سنا يوه ستر اکثريت د ايران په وړاندې د بنديزونو د زياتولو پرېکړه وکړه. يوازې دوې مخالفې رايې وکارول شوې، چې يوه يې د برني سېنډرس وه. دغه موکرات استازی په دې اند دی چې ايران د اتومي انرژۍ د نړيوال اژانس د يوه رپوټ له مخې چې د جولای مياشتې په پيل کې خپور شوی، د اتومي تړون مقرراتو ته په ډېر دقت سره غاړه ايښې ده.