1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا هند يو بې وزله ستر ځواک دی؟

۱۳۸۹ بهمن ۷, پنجشنبه

په نړۍ کي د هند نفوذ وار په وار زياتيږي، او خلک يې پر خپل ځان باندي له اعتماد او باور څخه الهام اخلي. هغوی د نړي د يو راتلونکي اقتصادي ځواک د کيدو لپاره شپه او ورځ يوه کړې ده.

https://p.dw.com/p/QvyI
د هند په يوه ايالت کي د بي وزلو شمير دومره زيات دی لکه د افريقا د وچي په 25 هيوادونو کي.
د هند په يوه ايالت کي د بي وزلو شمير دومره زيات دی لکه د افريقا د وچي په 25 هيوادونو کي.انځور: DW/H. Jeppesen

د سويس د Davos په ښار کي هند د نړۍ په ستري اقتصادي سر مشريزه که پراخه ونډه لري، هغه څه چي په تيرو کلونو کي ساری نه لري. خو په لويديځ کي لا تراوسه ډيری کسان د جنوبي آسيا دغه ستر هيواد ته په کمه سترګه ګوري چي ښايي ددې توان ونه لري چي په خپلو ډيرو ستونزو لاس برتوب پيدا کړي.

ښايي ډير کم خلک شک ولري چي د اوسنۍ نړۍ ستر ځواکمن سړی لکه د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما تر بل هر چا د نړۍ د قدرت په انډول باندي تر ټولو ښه پوهيږي. اوباما څه موده مخکي په دغه انډول کي د هند پر ځواکمنتوب باندي اعتراف وکړ: «هند د راولاړيدو پر لور هڅه نه کوي، هند لا مخکي راولاړ سوی دی.»

د متحده ايالاتو ولسمشر دغه خبره په ۲۰۱۰ کال کي د هند پارلمان ته د خپلي وينا پر مهال وکړه.

اوباما په دغه وينا کي د هند د هيواد د وروستيو کلونو حيرانونکو پرمختګونو څخه پرده پورته کړه او وويل: «نړۍ د دغو پرمختګونو نتيجه په خپلو سترګو ويني. تاسي د نړۍ ستر کامپيوتر جوړ کړ، تاسي د هند بيرغ په سپوږمي کي و رپاوه. تاسي د نړيوال اقتصاد د څرخ د خوځيدو مخه ونه نيوله، بلکه د دغه څرخ د خوځونکو په ډله کي ودريداست. تاسي يو اقتصادي معجزه وکړه، هغه چي په مليونونو انسانان مو له لوږي څخه وژغورل.»

خو د بارک اوباما له داسي ستاينونکو خبرو سره سره په هند کي لا تراوسه دير زيات خلک د فقر او بې وزلۍ په سمندر کي لاهو دي. په پرتله ايز توګه د هند يوازي په يوه ايالت کي د بي وزلو شمير دومره زيات دی لکه چي د افريقا د وچي په 25 هيوادونو کي.

د نني هندوستان په هنداره کي دوې څيرې ليدل کيږي: ډير شتمن او ډير بې وزلي. همدا وجه ده چي د اقتصادي چارو يوکار پوه، اشواني مهاجان، له دغه روان وضعيت څخه ګيله لري او د هند له حکومت څخه غواړي چي په ټولنيز سکتور کي زياته پانګه واچوي او له هغه پوهي او استعداد څخه چي په دغه ستر هيواد کي وجود لري، سالمه ګټه واخلي:

«هغه پوهه چي موږ يي په خپل هيواد کي لرو، هغه څو ګوني امکانات، د نړۍ بل هيڅ هيواد يي نه لري. دا ددې هيواد نبوغ دی چي اوس په ټوله نړۍ کي خپور سوی دی.»

دا خپره رښتيا ده. له يوه حقيقت څخه ښايي څوک سترګي پټي نه کړي چي په خپل ځان باندي د خلکو باور په هند کي ورځ په ورځ پياوړي کيږي. دغه خصوصيت هند ته دا لاره پرانيزي چي په نړۍ کي د يو ستر ځواک په توګه سر راپورته کړي.

د هند دسياسي چارو کارپوه، راجاموهن وايي: «کله چي يو هيواد له اقتصادي لحاظه پياوړی سي، بيا نو هغه پوځي ځواک هم ګرځيدلای سي. بيا نو تاسي پر نورو هيوادونو باندي نفوذ هم پيدا کولای سي. کله چي د هند اقتصاد وده وکړي، هرمرو هغه د قدرت يو فکتور ګرځي. تاسي دغه وده همدا اوس ويني، نړيوالي ستونزي لکه اقليم د هند له ونډي څخه پرته حل کولای نه سي.»

دغه کارپوه د هند د ستر ځواکمنتوب په هکله خپل دغه تشخيص په ډير احتياط سره وړاندي کوي او هغه په اقتصادي ودي پوري مشروط بولي او وايي که چيري راتلونکي کلونه او راتلونکي لسيزي دغسي دوام وکړي او لږ تر لږه په سلو کي اتو ته ورسيږي، نو هغه هرمرو يو ستر ځواګ ګرځي. او دا هغه څه دي چي د هند اوسني حکومت ورته سخت زيار باسي.

زانت/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل