آيا له طالبانو سره به د خبرو نېټه وټاکل سي؟
۱۳۹۴ اسفند ۴, سهشنبهد څلورو هيوادونو افغانستان، پاکستان، چين او امریکا استازي نن سه شنبه (۲۰۱۶م کال د فيبروري ۲۳مه) په کابل کي په خپله څلورمه غونډه کي سره راټول سوي، څو د کابل او طالبانو ترمنځ د سولي خبرو اترو د پيلېدو پر څرنگوالي باندي بحث وکړي.
د افغانستان د اجرائيوي رئيس د وياند مرستيال جاويد فيصل اسوشېتد پرس خبري آژانس ته ويلي دي چي «استازي بايد د مخامخ خبرو اترو يوه نېټه وټاکي.»
د دغو څلورو هيوادونو استازي په خپله وروستۍ غونډه کي چي د فيبرورۍ مياشتي پر ۶ نېټه په اسلام آباد کي وه، پر دې باندي سره سلا سول چي دواړه اړخونه بيرته د سولي خبرو اترو و بيا پيلېدو ته وهڅوي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباندي په کابل کي د څلور اړخيزي ډلي غونډي د پرانيستلو پرمهال وويل چي د لومړۍ غونډي جزئيات به د فيبرورۍ مياشتي په وروستيو کي اعلان سي.
خو فيصل ويلي دي: «موږ د دغي غونډي د نتيجې په تمه یوو، څو موږ ته د سولي د لومړيو مخامخ خبرو اترو د پيلېدو يوه نېټه راکړي.»
په اسلام آباد کي له طالبانو سره پټ ملاقات
د پاکستان د امنیتي کړیو په حواله د دريمي غونډي ترمخه لا يوې ډلي په اسلام آباد کي د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره د خبرو اترو د پيلېدو پر نېټې باندي سره سلا سوي دي. د طالبانو په استازو کي د قطر د دفتر مشر هم شامل وو. خو افغان چارواکو او د سولي عالي شورا دا خبره رد کړې ده.
د دغي څلور اړخيزي ډلي په نورو غونډو کي له طالبانو سره د خبرو اترو له پاره يوه «کړنلاره» جوړه سوې ده. خو جزئيات ئې روښانه سوي نه دي.
د کار پوهانو په اند دغه خبري اتري کيدای سي مياشتي او کلونه دوام وکړي، ځکه طالبان د افغان حکومت هغه شرطونه چي اساسي قانون ته دي غاړه کښېږدي، نه مني.
د کابل حکومت په نورو غونډو کي هم غوښتنه کړې وه چي د سولي خبرو اترو د پيلېدو له پاره دي وسله وال طالبان زورزياتی کم کړي، خو دوی دوام ورکړی.