1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا د آينشتاين د نسبيت تيوري ناسمه ده؟

۱۳۹۰ مهر ۱, جمعه

ډېرې سپکې او وړې ذرې، چې نويترينوس بلل کيږي، د سېرن د اتومي څېړنو د مرکز د تحقيقاتو له مخې د نور يا رڼا په پرتله لا چټک الوزي. که دغه خبره سمه وي ښايي چې د آينشتاين د نسبيت د تيورۍ يوه برخه غلطه وخيژي.

https://p.dw.com/p/12fFh
د نسبيت د تيورۍ پلار آلمانی فزيکپوه البرت آينشتاين
د نسبيت د تيورۍ پلار آلمانی فزيکپوه البرت آينشتاينانځور: ullstein bild - AISA


فزيکپوه انتونيو ايرېديتاو وايي چې «دغه نتيجه د هېښتيا او حيرانتيا وړ ده». که د ګېنف ښار د سېرن د مرکز د علمي تجربو دغه نتيجه چې له يو ايټاليايي لابرواتوار سره يو ځای يې تر لاسه کړې ده، سمه وخيژي، به ښايي د وتلي فزيکپوه البرت اينشتاين د نسبيت تيوري تر سوال لاندې راشي. د آينشتاين د نسبيت د تيورۍ پر اساس هيڅ کومه ذره هم په خلا کې د نور په مقابل لا چټکه نه شي خوځېدای.

د نور يا رڼا د سرعت د موندنې فورمول
د نور يا رڼا د سرعت د موندنې فورمولانځور: AP

څېړونکو شپږ مياشتې تېستونه تر سره کړل او دغه نتيجې يې وار په وار بيا وموندلې، مخکې له دې چې دغه معلومات رسنيو ته ورکړي. دغه خبره څېړونکي ايرېديتاو وکړه. نوموړي په ټوله دنيا کې فزيکپوهان دې ته راوبلل چې د دغو موندنو په هکله بحث وکړي.

نيوترينوس چارج نه لرونکې ذرې دي. هغه ډېرې وړې دي او همدا اوس اوس وموندل شوه چې دغه ذرې کميت لرونکې دي. پخوا داسې انګېرنه موجوده وه چې هغه کميت نه لري. د ساينسي تېستونو له مخې نويترينوس د نور په مقابل کې شپېته نانو ثانيې مخکې ايټاليې ته ورسېدل.

 

د سېرن په څېړنيز مرکز کې د نړۍ تر ټولو لويه د ذرو توغونکې آله
د سېرن په څېړنيز مرکز کې د نړۍ تر ټولو لويه د ذرو توغونکې آلهانځور: picture alliance/dpa

د اوکسفورد پوهنتون د نويترينوس کارپوه الفونس وېبر ټينګار وکړ چې د تېست نتيجه تر اوسه لا کېدای شي غلطه اوسي. د امريکا په متحده آيالتونو کې به اوس لا دقيق تېستونه تر سره شي. که په سويس کې د سېرن د څېړنيز مرکز نوې علمي نتيجې ثابتې شي، به د البرت آينشتاين د نسبيت تيوري په بشپړه توګه غلطه ونه خيژي، خو ځينې استثنايي حالات بايد د وېبر په وينا وراضافه شي.

اژانسونه/ نسيم صابر
کتونکی: سيد رياض