1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا د آلمان او ترکيې تر منځ اړيکې په ښې شي؟

۱۳۹۶ دی ۱۶, شنبه

د دواړو هېوادونو تر منځ د ترينګلې اوضاع سربېره هم د آلمان د بهرنيو چارو وزير، زيګمار ګابريل، نن له خپل ترکي سيال، مولود چاوش اوغلو سره ګوري. د دغې ليدنې هدف د آلمان او ترکيې تر منځ د اړيکو نوی پيل دی.

https://p.dw.com/p/2qQMD
Treffen von Mevlut Cavusoglu und Sigmar Gabriel in Antalya
انځور: picture-alliance/AA/C. Ozdel

دغه بلنه د آلمان د بهرنيو چارو د وزارت په خبره د دوه اړخيزو هڅو يوه برخه ده څو د آلمان او ترکيې تر منځ اړيکې بېرته «په ښه لور» روانې شي. په دغو خبرو کې به د شوو څرګندونو له مخې ترينګلې موضوعګانې هم مطرح شي، لکه په ترکيه کې د «وېلټ» ورځپاڼې د بندي شوي خبريال، دېنيز يوجل، قضيه او داسې ورته نورې نيونې. د لسو مياشتو راهيسې د يوجل بنديتوب د برلين او انقرې تر منځ اړيکو ته سخته ضربه ده. د ترکيې حکومت په هغه باندې د ترهګرو له پاره د تبليغاتو د کولو او د ولس د پارونې تورونه لګوي. ترکيه له آلمان څخه د کردانو د منع شوي کارګر ګوند او د واعظ، فتح الله ګولن، د پلويانو په وړاندې لا سخت تدابير غواړي. ترکيه پر ګولن باندې د ۲۰۱۶ کال په ناکامه کودتا کې د لاس لرلو تور لګوي. د آلمان او د ترکيې د بهرنيو چارو د وزيرانو تر منځ د ليدنې کتنې بنسټ يو څو اوونۍ پخوا لا ايښودل شوی وو. له چاوش اوغلو سره د آنتاليا په تفريحي سيمه کې د يوې غير رسمي ليدنې پر مهال ګابريل ويلي وو هدف يې دا دی چې د دوی تر منځ «بېرته رغونکې خبرې اترې» شروع شي. دا چې آيا د ګابريل په کور کې به اوس په ګوسلار کې د اړيکو د عادي کېدلو په لور مثبتې نخښې وليدل شي، لا معلومه نه ده.

ترکيه ښه ارتباطات غواړي

د ترکيې د بهرنيو چارو د وزير له پاره دغه ليدنه کتنه ډېر اهميت لري. چاوش اوغلو د فونکه د رسنيز ګروپ له پاره په خپله يوه ليکنه کې ويلي دي چې اړيکو ته دې «د ۳۰۰ تېرو کلونو په څېر د ملګرتيا او همکارۍ په فضا کې» دوام ورکړل شي. خو دا کار د هغه په خبره يوازې امکان لري «که اوسنۍ د کړکېچونو لړۍ زموږ په اړيکو کې وشلول شي.» دغه غونډه د هغو هڅو يوه برخه ده څو له آلمان او د اروپايي اتحاديې له نورو هېوادونو سره ارتباطات ښه شي. له دې مخکې ولسمشر رجب طيب اردوغان د فرانسې له ولسمشر، امانويل ماکرون، سره کتلي ول. خو دغه ليدنه کتنه هسې نه وه لکه څنګه چې يې اردوغان غوښتې وه.

فرانسه او د ترکيې د غړيتوب مخالفت

ماکرون په اروپايي اتحاديه کې د ترکيې غړيتوب ته د شک په سترګه وکتل. د فرانسې ولسمشر وويل چې له انقرې سره په اروپايي اتحاديه کې د غړيتوب په هکله خبرې پرمختګونه نه شي لرلی. د غړيتوب پر ځای دې د اروياپي اتحاديې او ترکيې تر منځ ټينګه «همکاري او ملګرتيا» په نظر کې ونيول شي. ماکرون همداراز له اردوغان څخه د حقوقي دولت د اُصولو مراعات وغوښت. اردوغان بيا له انتقاد کوونکو ژورنالستانو سره په يوه مطبوعاتي کنفرانس سخت دريځ غوره کړ. د «فرانس دوې» د چېنل په يوه فرانسوي ژورنالست باندې چې اسلامپالو تروريستي ګروپونو ته يې د ترکيې د استخباراتو له خوا د وسلو د لېږلو په هکله پوښتنه کړې وه، اردوغان تور ولګاوه چې د اسلامي واعظ ګولن د سازمان د يوه غړي په څېر ګويا خبرې يې کړې دي، «نه د يوه ژورنالست په څېر». اردوغان هغه د «ته» خطاب هم وکړ او ويې ويل: «کله چې ته پوښتنې راڅخه کوې، له احتياطه کار واخله. بله دا چې د بل چا خبرې هم مه تکراروه.»