1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا ترمپ د استراليا پر لومړي وزير تليفون قطع کړی؟

۱۳۹۵ بهمن ۱۴, پنجشنبه

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ویلي دي چې له آسترالیا څخه به د سونو پناه غوښتونکو «گونگ تړون» ته له سره کتنه وکړي. تر دې دمخه «واشنگټن پوسټ» ورځپاڼې د دغو مشرانو تر منځ د شخړه ایزو تلیفوني خبرو خبر ورکړی وو.

https://p.dw.com/p/2WqSY
USA Präsident Donald Trump Telefonat mit Australiens Premierminister Malcolm Turnbull
انځور: picture-alliance/dpa/Pete Marovich/CNP/AdMedia

د آسترالیا لومړي وزیر مالکوم ترنبول، خبریالانو ته ویلي ول چې د شنبې د ورځې تلیفوني خبري په ډانگ پېلي او صادقه وې، خو د دغو «شخصي» خبرو په هکله یې له نورو جزئیاتو ورکولو څخه ډډه کړې وه.

واشنگټن پوسټ ورځپاڼې د رپوټ له مخې ترمپ، د آسترالیا د حکومت له مشر سره تلیفوني مکالمه تر اوسه د نړۍ له نورو مشرانو سره د تلیفوني تماسونو په پرتله «تر ټولو خرابه» بللې ده. دا په داسې حال کې ده چې آسترالیا د متحدو ایالاتو یو له پریکړنده متحدینو څخه بلل کيږي.

د مهاجرو په تړاو د معاملې پر سر د آسترالیا او متحدو ایالاتو د پخواني ولسمشر بارک اوباما تر منځ تیر کال توافق شوی وو. آسترالیایي ځواکونه په افغانستان او عراق کې د امریکايي ځواکونو تر څنگ جنگیدلي دي.

ترمپ تیره شپه د ټویټر په پیغام کې لیکلي دي: «آیا تاسو په دې باور کوئ؟ چې د اوباما اداره له آسترالیا څخه د زرونو کډوالو پر اخیستلو باندي راضې شوې وه. ولې؟ زه به دغه نادانه تړون مطالعه کړم.»

رویټرز خبري آژنس ليکلي دي چي د دغه تړون له مخې واشنگټن په دې راضي شوی وو چې ۱۲۵۰هغه کډوال بیا استوگن کړی چې تر آسترالیا دباندې پاپو نیو گیني او ناروو په مهاجر کمپونو کې اوسیږي. زیاته شوې ده چې د دې په بدل کې به آسترالیا د السلوادور، گواتامالا او هېندوراس هیوادونو کډوال په خپل هیواد کې میشت کړي.

د نوموړي خبري آژانس رپوټ زیاتوي چې د ترمپ څرگندونو د بیا میشتولو معامله لا پسې په شک او تردید کې اچولې ده، چې لا تر مخه ترمپ د یوه اجرائیوي فرمان له مخې امریکا ته د مهاجرو د ورتگ پروگرام وځنډاوه. پر دې سربیره د دغه فرمان له مخې له اوو هیوادونو څخه چې زیاتره اوسیدونکي یې مسلمانان دي، متحدو ايالاتو پر سفر باندي بندیز هم وضع شو. په دغو هیوادونو کې پر نورو سربیره ایران، عراق او سوریه هم شامل دي.

زیاتره پناه غوښتونکي چې تر آسترالیا دباندي په کمپونو کې چې زندانو ته ورته دي ساتل کیږي د افغانستان، عراق او ایران په څیر هیوادونو څخه د تاوتریخوالي او تعقیب له کبله تښتیدلي دي. په دغو ځایونو کې د پناه غوښتونکو پر ساتلو باندي ملگرو ملتونو او د بشري حقونو سازمانو هم سختې نیوکي کړي دي.

واشنگټن پوسټ د یوه لوی امریکايي چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی له قوله لیکلي وو چې ترمپ د شنبې په ورځ د روسیې او مکسیکو د ولسمشرانو په گډون د نړۍ له څلورو مشرانو سره تلیفوني خبري کړې وې، خو د آسترالیا له لومړي وزیر سره یې تلیفونکي مکالمه، تر ټولو خرابه بللې وه.

د واشنگټن پوسټ په وینا دغه تلیفوني مکالمه د یوه ساعت له پاره پلان شوې وه، خو ۲۵ دقیقتې وروسته ترمپ هغه وخت تلیفون قطع کړ چې ترنبول هڅه وکړه چې توجه د سوریې په څیر نورو موضوعاتو ته واړوي. واشنگټن پوسټ دا هم لیکلي چې ترمپ دغه پلان «د تر ټولو خراب تړون» په توگه یاد کړی دی.

ترنبول د دغه مکالمې د نورو جزئیاتو په هکله کومه تبصره نه وه کړې او یوازې دومره یې ویلي وو چې هغه په دې باور دی چې دغه تړون به پر خپل ځای پاته شي.

واشنگټن پوسټ، د خپلې سرچینې په حواله ویلي دي چې د شنبې د ورځې تر تلیفوني مکالمې وروسته په رسمي توگه ویل شوي دي چې د دواړو هیوادونو د اړیکو پر نزدیوالي باندې هم ټینگار شوی دی چې د آسیا پاسفیک په سیمه او په نړۍ کې د سولي او ثبات د غوړېدو له پاره مهمي گڼل کیږي.