1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا افغان حکومت د داعش پرضد ملکيان وسله وال کړي؟

۱۳۹۴ اسفند ۱۸, سه‌شنبه

په ننگرهار کي مېشت د ملي اردو يوه غونډ قوماندان ويلي دي چي دوی په دوو وسلواليو کي د داعش پرضد جگړه کي ملکيان وسله وال کړي دي. خو د اچين ولسوال وايي چي دغو کسانو مخکي وسلې لرلې او اوس دوی راجستر کړي دي.

https://p.dw.com/p/1I99B
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzad

په ننگرهار کي د ملي اردو يوه قوماندان جنرال نسیم سنگي، ويلي دي چي دوی په اچين او نازيانو ولسواليو کي چي تازه د داعش جنگياليو له حضوره پاکي سوي دي په سونو ملکي وگړي وسله وال کړي دي.

دغه کسان به نه يوازي د داعش، بلکي وسله والو طالبانو پرضد هم وجنگيږي.

د ننگرهار ولايت د وياند مرستيال نور احمد حبيبي، له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل چي په اچين او نازيانو ولسواليو کي د داعش پرضد وسلي پاڅونونه موجود ول او اوس حکومت هڅه کوي چي له دوغو پاڅونکوونکو سره د وسلو او تجهيزاتو مرسته وکړي: «له دوی سره د وسلو ورسته کيږي او يوه اندازه معاش هم په پام کي نيول سوی دئ او لارښوونه ئې د افغان امنيتي ځواک په لاس کي ده.»

د افغانستان د دفاع وزارت يوه وياند محمد رادمنش، ويلي دي چي افغان حکومت تر اوسه پوري په اچين او نازيانو ولسواليو کي د ۱۸ امنيتي پوستو له پاره ۶۵۰ کسان وسله وال کړي دي.

خو د اچين ولسوالۍ ولسوال غالب مجاهد وايي چي دوی تر اوسه پوري يوازي د پنځو، شپږو پوستو له پاره یوازي هغه کسان راجستر کړي دي چي د وسلي پاڅون په نوم راپورته سوي ول او قومي وسلې ورسره وې.

هغه له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل: «ولسي پاڅونکوونکو موږ ته ويلي ول چي دوی زر کسان دي، خو زر کسان حاضر نه سول او يوازي دغه کسان چي حاضر سوي زموږ سره راجستر دي.»

مجاهد د دغو کسانو شمېر له ۱۲۰ څخه تر ۱۴۰ پوري وښود. او زياته ئې کړه چي قومانده ئې د دوی په لاس کي ده او ډېر ژر به د محلي پوليسو په ليست کي شامل سي.

په افغانستان کي د ناټو ځواکونو وياند ويلسن شوفنر، ويلي دي چي افغان امنيتي ځواک له افراطيانو سره د مبارزې په برخه کي نژدې ۲۵۰۰۰ اضافي ځواک ته اړتيا لري.

په تيره يوه مياشت کي افغان امنيتي ځواک د پرسونل د کمښت په سبب په هلمند او روزگان ولايتونو کي د ځينو ولسواليو له يو شمېر سیمو څخه ووتل.