1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا اسلام په آلمان پوري تړاو لري که نه؟

۱۳۹۷ فروردین ۱, چهارشنبه

له څوو ورځو راهيسې سياستوال او ټولنه پر دې باندي بحث کوي، چې آيا اسلام په آلمان پوري تړاو لري او که نه؟

https://p.dw.com/p/2uhBf
Horst Seehofer - Innenminister - Islam und Deutschland
انځور: Imago/Sven Simon/F. Hoermann

د آلمان د پلازمېني برلين په ختيځ کې د ويلمسدورف مسجد په هکله دغه پوښتنه له ډيري مودې راهيسې نوره مطرح نه ده. راتلونکې جمعه د دغه مسجد د جوړېدو۹۰ کاله پوره کيږي.

دغه مسجد په لاهوري احمديه حرکت پورې اړه لري. دغه عقيدوي جنبش د برتانوي هند په زمانه کې وو، چې دوي د مسلمانانو اقليت وو. د شلمي پيړۍ په پيل کې دغو مبلغينو دا حرکت لومړې برتانيا او وروسته برلین ته وليږداوه. د ښار په ختيځ کې ددغه جومات د ودانولو کار په ۱۹۲۴م کال پيل او د ۱۹۲۸م کال د مارچ مياشتې پر ۲۳ نيټه بشپړ او پرانيستل شو. د ګونبزي او دوو منارونو په درلودلو سره د دغه جومات اوسنی امام امیرعزيز يې کوچنې تاج محل بولي.

هغه وايې: «د دغه مسجد موخه دا نه وه چې ټولنه د مسلمانانو عبادت له پاره يو چوکاټ جوړ کړي، بلکې دا چې د نورو مذاهبو لارویان راشې او يو له بل سره ديالوګ ولري.» اوه څلويښت کلن عزیز چې له دوو کلونو راهيسي په برلين کې د دغه مسجد امامت کوي، په ډير ویاړ سره وايې چې البرت این شټاین،هيرمان هیسن او توماس من دغه مسجد ته راغلي ول.

دغه راز اوس هم د دغه مسجد د ټولني مهمه دنده له نورو مذاهبو سره اړیکی نیول او هغه خلک چې علاقه لري ورته په ورين تندي ښه راغلاست وايې. دوي له يهودي، عيسوي، بودايانو سره يو ځاي غونډې جوړوي او مراسم لمانځې. لکه عیسويان د نوی کال او ايستر اخترونه پکي لمانځي.

په جومات کي له بيلا بيلو مليتونو او اسلامي عقيدو څخه خلک استاذیتبوب کوي. عزيز وايې: «د مسجد دروازه د ټولو له پاره، په هر اړخ کې خلاصه ده.» هغه زياتوي: «په پاکستان کي د لاهوري احمديه عقيدې لارويانو سره نا سم چلند کيږي او د هغوی حقوق تر پښو لاندې کيږي. له همدې کبله زه مدام وايم چې په آلمان کې قوانین پر ځان پلې کړو، ځکه چې دلته د ټولو له پاره قوانين د عدالت له مخې جوړ شوي دي.»

دغه امام د جمعې د لمانځه خطبه په درو ژبو، آلماني، انګريزي او عربي وايي. هغه په اسلام کې د ښځو د موضوع په هکله وايي: «ښځې او نارينه له معنوي پلوه يو ډول دي.»

په دغه مسجد کې لږ شمير ښخې له نارينه وو څخه جلا عبادت کوي. د ټولني يو غړي وروسته له لمانځه څخه وايې: «کله چې ښځې له نارينه و سره يو ځای لمونځ کوي او دوي په لمانځه کي ښکته پورته کيږي، نو نارینه کولای نه شي چې په لمانځه کې خپل فکر پوره راټول کړي.

په مسجدونو کي د جنسيتي جلاوالي معمول کيدای شي يو له هغو دلايلو څخه وي چي د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر ويلي دي چي «اسلام په آلمان پوري اړه نه لري». خو عزيز وايي چي «اسلام په آلمان پوري اړه لري.» هغه وايي چي د دوی ټولنه له ۹۰ کلونو راهيسي په آلمان کي ده او اسلام هيڅ وخت د یوه مذهب په توگه ستونزي نه دي پيښي کړي. خو زياتوي چي معلومه خبره ده چي ټولو مسلمانانو به سم کارونه نه وي کړي، «خو اسلامي زده کړي له فردي کړنو څخه توپير لري».