1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمانۍ ورځپاڼه: له ليبيا څخه مهاجرت ادامه لري

۱۳۹۶ تیر ۲۵, یکشنبه

ليبيا کې د مهاجر د موجوده سخت وضعيت سربيره، لا هم ډيری مهاجر هڅې کوي تر څو د دغه هيواد له لارې اروپا ته سفر وکړي. ډیری مهاجر ليبیا کې د انساني قاچبرانو له خوا تر نيول کيدو وروسته سخت شکنجه او حتې وژل کيږي.

https://p.dw.com/p/2gcb7
Mittelmeer Rettung von Bootsflüchtlingen
انځور: Getty Images/C. McGrath

آلمانۍ ورځپاڼې «ولت ام زونتګ» په خپل يوه رپوټ کې د « غيرقانوني مهاجرو په اړه د ارزونې او استراتيژۍ ګډ مرکز» ګاسيم، په حواله ليکلي دي چې ليبيا له لارې د « مهاجرتونو څپې» نه قطع کيدونکې دي. دا په داسې حال کې ده چې مهاجر د خپلو سفرونو څخه د مخه، دغه هيواد کې د کمپونو بد وضعيت په اړه خبر وي.

د «ګاسيم» د کارپوهانو په وینا، په اکثرو مواردو کې کله چې مهاجر له ختيځې افريقا څخه د اروپا پر لور حرکت کوي، په ليبيا کې نيول کيږي چې بيا د انساني قاچبرانو لخوا په کمپونو کې بنديانيږي او کار ورڅخه اخلي.

آلمانۍ ورځپاڼې «ولت ام زونتګ» د روان ميلادي کال په سر کې يو رپوټ خپور کړی وو چې هغې کې يې د آلماني ديپلوماتانو په قول په ليبيا کې د مهاجرو کمپونه د «نازي آلمان اجباري کمپونو ته» ورته تشبیه کړې وو.

په رپوټ کې راغلي دي چې په دغو کمپونو کې د « بشري حقونو معيارونه د امکان تر حده په تر ټولو بد او سيستماتيک ډول نقضيږي...د بې پیسو مهاجرو وژنې، شکنجې، جنسي تيري، باج اخیستل او په صحرا کې خوشې کول هغه اعمال دې چې هره ورځ ترسره کيږي».

په دې منځ کې آلمان حکومت هڅې کوي تر څو په دغو کمپونو کې د مهاجرو د وضعيت د ښه کيدو په موخه کار وکړي. تر اوسه شاوخوا ۹۰ زره مهاجر د مديترانې سمندرګې له لارې ايټاليا ته رسيدلي دي. له دې ډلې څخه نژدې ۹۵ سلنې يې خپل سفرونه د ليبيا او شاوخوا درې سلنې ېې د ترکيې له لارې ايتاليا ته ترسره کړي دي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (05.04.2017):