1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمانی فعال شتويدتنر په ترکيه کي له توقيفه آزاد سو

۱۳۹۶ آبان ۴, پنجشنبه

د بشري حقونو آلمانی فعال پېتر شتويدتنر پسله درو مياشتو زيات تحقيقي بند څخه په ترکيه کي آزاد سو. پر هغه د ترهګر سازمان سره د تړاو درلودلو تور لګول سوی ؤ.

https://p.dw.com/p/2mWMM
Türkei Istanbul Freilassung Peter Steudtner
انځور: Reuters/O. Orsal

پېتر شتويدتنر (انځور) بېله کومو شرايطو له توقيف څخه آزاد کړل سوی دی. د بشري حقونو د نوموړي فعال تر څنګ ۷ نور تورن کسان هم له بند څخه آزاد کړل سوي دي.

د استانبول يوې محکمې په خپله يوه فيصله کي پېتر شتويدتنر او ۷ نور د بشري حقونو فعالين له تحقيقي توقيف څخه آزاد کړل. په آزاد کړل سوو کسانو کي د شتويدتنر سوېډنی همکار علي ګراوي هم شامل دی. د دواړو يادو کسانو وکيل مورات بودورګولو د محکمې د فيصلې وروسته په استانبول کي وويل: «د دوی د سفر په وړاندي نو هيڅ خنډ نسته.»

د آلمان د بهرنيو چارو وزير زيګمار ګابريل پر ټويټر پاڼه ليکلي چي خوشاله دی چي د استانبول محکمې د شتويدتنر د تحقيقي توقيف امر لغوه کړ. هغه په خپل ټويټر پيغام کي زياته کړې چي دغه «حوصله بخښونکی زيګنال او لومړی قدم» دی.

لا تر اوسه په زندان کي

خو د آلمان د حکومت وياند شټېفن زايبرټ په خپله ټويټر پاڼه کي لا هغه کسان ياد کړي چي لا تر اوسه په ترکيه کي په توقيف کي دي. نوموړي پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي: «بالآخره، پېتر شتويدتنر او نور د بشري حقونو فعالين آزاد سول. موږ د هغوی سره په خوښي کي شريک يو خو هغه کسان هم يادوو چي لا تر اوسه په زندان کي دي.»

د شتويدتنر تر څنګ يو شمېر ترکي د بشر د حقونو فعالين هم تر نورو محکمې د ناستو پوري آزاد کړل سوي دي خو پر دغو بعضو ترکي تابعيت لرونکو شرطونه ايښودل سوي دي. تانېر کيليچ چي د امنسټي يا بخښني د نړيوال سازمان د ترکيې د څانګي رئيس دی، لا نه دی خوشي سوی. دا ځکه چي پر هغه باندي بل تور دی چي په ايزمير کي به يې محکمه سماعت کوي.

د شتويدتنر وکيل بودورګولو ويلي چي د آزادېدو وروسته شتويدنر او سوېډنی ملګری يې بېرته هغه زندان ته بيول سوي چيري چي هغوی په تحقيقي توقيف کي ول چي له هغه ځای څخه خپل شخصي سامان او څيزونه واخلي. د وکيل په وينا دواړه فعالين اوس په دې انتظار دي چي د يوې الوتکي له لاري له ترکيې څخه دباندي سفر وکړي.

«د ترهګرې ډلې ملاتړ»

پر شتويدتنر او لسو نورو کسانو باندي تور ؤ چي د يوې وسله واله ترهګرې ډلې غړيتوب لري «پا په بله اصطلاح» د يوې «ترهګرې ډلې ملاتړ» يې کړی. پر دغه جرم په ترکيه کي تر ۱۵ کالو پوري بند راوتلای سي. محکمې د دغې قضيې د سماعت د جريان له پاره ۲۲ نوامبر نېټه ټاکلې ده.

شتويدتنر د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر ۲۵مه نېټه) په محکمه کي ټول هغه تورونه رد کړي ول، چي ورباندي لګول سوي ول. هغه په محکمه کي غوښتنه وکړه چي آزاد کړل سي. هغه ويلي ول: «زه ټولو لګول سوو تورونو کي ځان بې ګناه بولم او ژر تر ژره او بېله کومو شرايطو څخه د خپلې آزادۍ غوښتنه کوم.» نوموړي په دفاعي نظر څرګندونه کي چي تقريبا ۴۰ دقيقې يې وخت ونيوی زياته کړه: «ما هيڅکله په خپل ټول ژوند کي د يو ډول وسله وال يا ترهګر سازمان ملاتړ کړی دی.»

شتويدتنر په محکمه کي په خپله دفاع کي وويل چي په تيرو ۲۰ کالو کي يې هميشه د بشر د حقونو، د تاوتريخوالي ضد او د سولې د رامنځ ته کولو له پاره کار کړی دی.