آلمانی عسکر د مهاجرو په غير قانوني مرستې تورن سو
۱۳۹۶ تیر ۷, چهارشنبهد آلمان د هامبورګ په نينشتېتن کي د آلماني پوځ يوه حربي پوهنځی پروت دی. په دغه حربي پوهنځي کي په تحصيل بوخت پر يوه عسکر شک کيږي چي د مهاجرو سره يې مرسته کړې چي په غير قانوني توګه آلمان ته راسي.
د آلمان د پوځ د صاحب منصبانو د يادي پوهنځۍ محصل عسکر باندي شک کيږي چي د ايراني اتباعو سره یې مرسته کړی چي په غير قانوني توګه آلمان ته راداخل سي. اړوند څارنوالۍ د چهار شنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د جون ۲۸مه نېټه) وويل چي د ياد عسکر پر ضد يې د لومړي شک پر بنياد پلټنې پېل کړي دي. څارنوالې نانا فرومباخ، زياته کړې چي پلټنې د دې شک پر بنياد پېل کړل سوي چي د آلمان د ويزې د قوانينو د تر پښو لاندي کولو تورونه موجود دي.
پر دغه آلماني عسکر تور دی چي ايرانيانو ته يې جعلي دعوت نامې برابري کړي وې. زياته سوې چي د تورن عسکر د پوهنځي په اطاق کي يو شمېر اسناد او نور مواد د تلاښۍ په ترڅ کي ترلاسه سوي چي ارزونه يې لا ادامه لري.
د دغې پيښې په تړاو تر مخه د هامبورګ يوې ورځپاڼي «هامبورګر مورګن پوست» يو راپور خپور کړی وو.
زموږ له ارشیف څخه: