1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني پوځ نوې سايبري کومانډو رامنځ ته کړه

۱۳۹۶ فروردین ۱۲, شنبه

آلماني پوځ نه يوازې د نظامي رازونو له کبله چې لري يې، بلکې دا چې د معلوماتي ټکنالوژۍ پر بنياد د وسلو سيستمونه هم په اختيار کې لري، د هېکرانو يو هدف دی. که دغه شبکې د بل چا له خوا تر کنترول سي، عواقب به يې ناوړه وي.

https://p.dw.com/p/2aUXc
Deutschland Bundeswehr Soldat Computer Symbolbild
انځور: picture-alliance/dpa/A. Burgi

د کال په اولو نهو اوونيو کې د آلمان پوځ پر انترنېټي شبکو باندې ۲۸۴ زره بريدونه شوي دي. په انترنېټ کې خپرو شوو غلطو معلوماتو او جعلي خبرونو هم د آلمان پوځ په نخښه کړی دی. د آلمان د دفاع وزيره، اورزولا فون دېر لاين، له دې کبله د سايبري او معلوماتي ساحې څخه بريدونه د دې په خبره «زموږ د امنيت له پاره يو مخ پر زياتېدونکی ګواښ» بولي.

۱۳۵۰۰ کارکوونکي

د دغسې انترنېټي ګواښونو دفع به په راتلونکي کې د «سايبري او معلوماتي ساحې د کومانډو» پر غاړه وي چې د اپريل په اوله نېټه جوړيږي. د دغې کومانډو ارزښت په دې هم ډېر شوی دی چې د آلمان د پوځ يوه مستقله سازمان دهي شوې څانګه ده، چې د ځمکني، سمندري او هوايي ځواکونو او همداراز د درملنې د څانګې، او د وسلوالو ځواکونو د بنياد تر څنګ شتون لري.

په داسې حال کې چې نورو هېوادونو لکه د امريکا متحده آيالاتو، سايبري کومانډوګانې لا پخوا رامنځ ته کړې دي، خو د آلمان پوځ ځان په دغه ګام سره «په نړيواله کچه مخکښ» بولي.

د سايبري کومانډو تر چتر لاندې ټول هغه عسکر او ملکي کارکوونکي سره انسجام پيدا کوي چې اوس لا په مختلفونو ځايونو کې له سايبري چارو سره بوخت دي، چې شمېر يې ۱۳۵۰۰ تنو ته رسيږي. علاوه پر دې د آلمان پوځ په ډېرې چټکتیا سره د معلوماتي ټکنالوژۍ کارپوهان لټوي.

د اعلانونو د هر اړخيزو کمپاينونو په مرسته پوځ ځان د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې عصري او په زړه پورې کار ورکوونکی معرفي کوي، چې دا تر اوسه پورې د دغه پوځ اصلي پېژندګلو نه وه.

آيا د آلمان پوځ سيال دی؟

په تېرو وختونو کې د هارډ او سوفت وېر يا کلکو او نرمو افزارو په برخه کې د چټکو نوښتونو لړۍ د آلمان پوځ له خوا د شيانو د رانيولو له اوږمهالو بهيرونو سره ټکر خوړلی وو. د معلوماتي ټکنالوژۍ کارپوهان په يوه خوله وايي چې د آلمان پوځ بايد په راتلونکي کې بدلون او انعطاف منونکی شي.

د دغه سايبري واحد، د لومړني درستيز، يعنې د هوايي ځواک د جنرال، لودويګ لاينهوس، په خبره بايد هغه شی رامنځ ته شي چې د معلوماتي ټکنالوژۍ په سکتور کې ورته «اجيليتي» يا ګړنديتوب وايي يعنې له بدلونونو سره ځان د ژر عيارولو وړتيا.

له دغې موضوع سره لاينهوس ښه بلد هم دی. هغه د الکترونيکي جګړې کارپوه دی او په بروکسل کې يې د ناټو په اصلي مقر کې د ۲۰۱۶ کال تر پيله پورې د «سايبري دفاع» مسووليت پر غاړه درلود. خو دغه ټکی بيا د پرسونل يا کارکوونکو پر تکړه توب پورې هم تعلق لري. په دې برخه کې د آلمان پوځ له نوو کارکوونکو سره حساب کوي. سربېره پر دې په مونشن کې د آلمان پوځ په پوهنتون کې يو نوی «سايبري کلاستر» يا د انترنېټي چارو بخش جوړ شوی دی.

د اپريل په پنځمه نېټه به د آلمان د دفاع وزيره، اورزولا فون دېر لاين، دغه کومانډو په بن کې د شاندارو مراسمو په ترڅ کې معرفي کړي. لومړی به ۲۶۰ کارکوونکي خپل کار پيل کړي چې د نوې ودانۍ تر جوړېدو پورې بايد لا انتظار وباسي. په ۲۰۲۱ کال کې به ښايي ټولې چارې بشپړې شوې وي او د آلمان پوځ به د انترنېټ يا د سايبري چارو په ساحه کې په بشپړه توګه راتلونکو ننګونو ته چمتو وي.  

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (23.04.2015):