آلماني پولیسو د ترهگرۍ په شک یو مهاجر نیولی
۱۳۹۶ خرداد ۹, سهشنبهیو ۱۷ کلن سوریایي مهاجر په براندنبورگ کې د ترهگرۍ په شک نیول شوی دي. ویل شوي دي چې دغه سوریايي ځوان احتمالا په برلین کې یو ځانمرگی برید پلان کړی وو. د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې شکمن ترهگر د نیول کیدو په هکله خبر د دغه ایالت د کورنیو چارو وزیر کارل هاینڅ شورتر، په پوتسدام کې ورکړی دی. دغه سیاستوال د آلمان سوسیال دیموکرات گوند (اس پي دي) سره تړاو لری.
د شروتر په خبره د دغه شکمن کس په هکله یې د نورو ایالتونو څخه معلومات تر لاسه کړي وو. زیاته شوې ده چې چارواکو داسې نخښې نښانې موندلې وې چې دغه ځوان د ټولنیزې شبکې «وټس اپ» د یوه پیغام له له لارې خپلې مور ته د خپل احتمالي برید د پلان په هکله پیغام استولی.
د لومړنیو معلوماتو له مخې دغه کس په ۲۰۱۵م کال کې آلمان ته په غیر قانوني توگه سفر کړی او ځان یې د پناه غوښتونکي په توگه ثبت کړی دی. زیاته شوې ده چې له ۲۰۱۶م کال راهیسې دغه ځوان په اوکر مارک کې د کم سنه بې سرپرسته ماشومانو په یوه کمپ کې اوسیږي.
لا تر مخه د آلمان پولیسو په دې هکله خبرداری ورکړی وو چې په آلمان کې د ترهگریزو بریدونو احتمال شته. د دسمبر په میاشتې کې یوه تونیسی وگړي انس عامري، په برلین کې د کرسمس په یوه بازار کې پر خلکو لارۍ موټر ورځغلولی وو. په دغه پیښه کې ۱۲ کسان وژل شوي وو او یو شمیر ټپیان شوي وو.
(afp, dpa)