1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

آلماني پوليسو يو شکمن بمي بريد کوونکی نيولی دی

۱۳۹۶ آبان ۹, سه‌شنبه

د آلمان د فدرال څارنوال دفتر د سه شنبې په ورځ وویل چې پولیسو یو ۱۹ کلن سوریایي کس، په آلمان کې د یوه بمي برید د پلانونو چې په پایله کې یې د امکان تر حده پورې ډیر کسان ووژل شي، په تور نیولی دی.

https://p.dw.com/p/2mnT9
Deutschland Polizeieinsatz in Mecklenburg-Vorpommern
انځور: picture-alliance/dpa/J. Büttner

شکمن ځوان د يمين آ. په نوم ياد شوی چې د ورځې په لمړيو ساعتونو کې د آلمان په شمال لويديځ ښار شوارين، کې نیول شوي دي. پوليسو د شکمن کس او یو شمیر نورو کسانو چې په مستقیم ډول په پلان کې ښکیل نه دي، کورونه تلاشي کړي دي.

د آلمان فدرالي څارنوالۍ دفتر له خوا په يوه خپور شوي بيانیه کې راغلي دي: «د هغو معلوماتو پر اساس چې تر اوسه ترلاسه شوي دي، يمين آ. د ۲۰۱۷ کال جولای میاشتې څخه په وروسته وخت کې پریکړه کړې وه چې په آلمان کې يو بمي بريد ترسره کړي ترڅو د امکان تر حده په کې ډير کسان مړه او ټپيان کړي.»

په دغه بيانیه کې زیاته شوې ده: «له همدې کبله دغه کس د یوې چاودیدونکې وسیلې د جوړونې له پاره د اړینو کيمياوي موادو برابرول پیل کړل. دا چې شکمن کس د خپل بمي بريد له پاره یو مشخص هدف ټاکلی وو که نه لا تر اوسه پورې نه ده روښانه شوې.»

د څارنوالۍ دفتر په بيان کې ذکر شوي دي چې داسې کومې نښې نښاني شتون نه لري چې نيول شوی کس دې د کومې ترهګرې ډلې غړيتوب ولري. په بیانیه کې دا نه دي راغلي چې هغه کله آلمان ته داخل شوی دی.

د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل د تيرې مياشتې تر انتخاباتو وروسته، اوس د يوه نوي ائتلاف رامنځ ته کولو په هڅه کې ده. هغې په تيرو دوو کلونو کې له يو ميليون څخه زياتو مهاجرو ته آلمان ته داخليدو اجازه ورکړې او له همدې کبله له ډیرو نیوکو سره مخامخ شوې ده.