1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بن کې محصلین د افغانستان په اړه وغږیدل

سید رثاض (رضا شیر محمدي)۱۳۹۳ آبان ۳۰, جمعه

د آلمان د بن پوهنتون یو شمیر محصلینو د دغه پوهنتون په «نړیوال کلب» کې «د افغانستان شپه» په نوم یو محفل جوړ کړ چې د دغه هیواد سوله ییزه څیره نورې محصلینو ته معرفي کړي.

https://p.dw.com/p/1Dr8Y
انځور: DW/R. Shirmohammadi

د «افغانستان شپه» په نوم محفل په داسې یوه وخت کې جوړیږي چې د روان کال تر پایه پورې له دې هیواد څخه د آلمانیانو په گډون د ناټو ټول جنگي ځواکونه ووځي.

په دغه غونده کې چې د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو په لسگونو محصلینو په کې گډون کړی وو، د خبرو اترو موضوع د افغانستان غني کلتور او د هغې ښایست وو. دغه غونډه د «بې سرحده تحصیلاتو» په نوم د غیر دولتي سازمان له لوري جوړه شوې وه. دغه سازمان د بسپنې د راټولو له لارې د یو شمیر افغان محصلینو لگښتونه برابروي ترڅو هغوی وکولای شي په ښو شرایطو کې زده کړې وکړي.

د دغې غونډې یو بل هدف د افغانستان په بېلابیلو برخو کې، په ځانگړې توگه د زده کړو په برخه کې د رامنځ ته شویو تحولاتو معرفي کول وو. افغانستان چې له څو لسیزو راهیسې د جگړې قرباني دی، په لویدیځو رسنیو کې تل د جگړې او کړکیچ په هکله رپوټونو له کبله راڅرگندیږي.

د «بې سرحده تحصیلات» له سازمان څخه یولیا پرومه چې د دغه غونډې له جوړونکو څخه هم ده، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې دوی غواړي د دغه شان پروگرامونو له لارې د بن په پوهنتون کې د افغان او آلماني محصلینو تر منځ یو پل جوړ کړي.

یولیا په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې په دغه محفل کې هڅه شوې چې د افغان محصلینو له پاره د همکارۍ پروگرام معرفي شي، تر څو د هغوی له پاره لا ډیرې مرستې راټولی شي: «موږ یوازې غواړو وښیو چې افغانستان غني کلتور لري او غواړو هڅه وکړو چې زیات خلک له افغانستان سره لیوالتیا پیدا کړي. موږ نن نه غواړو چې د سیاسي مسائلو په هکله خبرې وکړو.»

خو له دې سره سره هم هغې وویل چې له افغانستان څخه د آلماني ځواکونو د راوتلو په هکله انديښمنه نه ده، ځکه چې په وینا یې آلماني پوځ له افغانانو سره مرسته وکړه ترڅو مهم بنسټونه کیښودل شي، دیموکراسي ټینگه شي او آزادې ټاکنې تر سره شي. په دغه غونډه کې د افغانستان تاریخ، اجتماعي او کلتوري جوړښتونه، د انځورونو او فلمونو او همداشان د دغه هیواد د دویزو خوړو معرفي کول شامل وو.

په دغه محفل کې له یو شمیر نورو هیوادونو څخه هم افغان محصلینو برخه اخیستې وه. په دغو محصلینو کې یو ځوان سکهـ هم شامل وو، چې شنه لنگوټۍ یې پر سر وه او د افغانستان په هکله یې معلومات ورکول.

د برین واحد په نوم یوه افغان الاصله آلمانۍ چې په آلمان کې زیږیدلې ده د بن په پوهنتون کې د جفرافیې، د فرانسوي او هسپانوي ژبو د ادبیاتو محصله ده. هغې له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «دوی په هرات کې د دوو محصلینو له پاره پیسې راټولوي او فکر کوم چې د میاشتې ۷۰ یورو ورته وراستوي تر څو په فاکولته کې درس ووایي. بیا له هغوی څخه دوی هیله کوي چې د دغو امکاناتو په بدل کې په افغانستان کې نورو شاگردانو ته درس ورکړي.»

د «بې سرحده تحصیلاتو» سازمان چې له بحران سره د مخامخ شویو هیوادونو د محصلینو له پاره د زده کړو امکانات برابروي، په پام کې لري چې په افغانستان کې د نورو څلورو محصلینو د زده کړو لگښتونه پر غاړه واخلي.

دغه سازمان له نورو افغان محصلینو سره هم د انټرنیټ له لارې په تماس کې دی. دغه سازمان د خپلو لگښتونو لویه برخه د عمومي غونډو او د بسپنو راټولو له لارې پوره کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب