آلماني غواګانې د الوتکې له لارې قطر ته رسیدلي
۱۳۹۶ تیر ۲۲, پنجشنبهاوسمهال له آلمان څخه قطر ته د الوتکو له لارې ۱۶۵ غواګانې انتقال شوي دي. ټاکل شوې چې له آلمان څخه په مجموعي ډول ۴۰۰۰ غواګانې قطر ته ولیږل شي. د دې غواګانو توکم آلمانی دی، خو دوی د بوداپست له لارې قطر ته انتقال شوي. له دغو غواګانو څخه به په قطر کې د شیدو د تولید له پاره کار واخیستل شي.
په قطر کې د بلدانا په نامه د مالدارۍ یوه شرکت ویاند د آلمان له خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي چې دغه غواګانې به د قطر هوايي ډګر ته له رسیدو وروسته په دې هیواد کې د مالدارۍ یوه فارم ته انتقال کړل شي. هغه زیاتوي چې د مالدارۍ ظرفیت ۴۰۰۰ غواګانې دی. د بلدانا شرکت ویاند همدا راز وویل چې قطر به له آلمان، آسترلیا او امریکا متحدو ایالاتو څخه ډیرې نورې غواګانې هم وپیري.
د دغو لیږل شوو غواګانو نسل د بولشټاین په نوم یادیږي. د دغه نسل غواګانې ډیرې شیدې ورکوي او په طبیعي ډول د دې غواګانو په شیدو کې غوړ کم دي. د بلدانا په حواله د بولشټاین نسل غواګانو یوه بله ډله به هم ډیر ژر قطر ته ورسیږي.
تیره میاشت، سعودي عربستان، بحرین، مصر او متحده عرب اماراتو پر قطر څرګند تور پورې کړي چې دغه هیواد د ترهګرۍ ملاتړ کوي او بیا یې ورسره هر ډول سیاسي او ډپلوماتیکې اړیکې پرې کړې.