آلماني شرکتونه مهاجرو ته یوازې موقتي کارونه ورکوي
۱۳۹۵ شهریور ۲۲, دوشنبهد آلماني شرکتونو په حواله د کار په بازار کي د مهاجرو له پاره د اوږدې مودې کار ورکول سخت دي. ځکه چي په خبره یې مهاجرین ډیري مسلکي زده کړي نه لري او په همدې دلیل ور ته یوازې د لنډی مودې کارونه عرضه کوي.
دا خبر د هانس بریوکلر اقتصادي موسسې د دوشنبه په ورځ (د سپتمبر میاشتي ۱۲مه نیټه) په خپل یوه رپوټ کي نشر کړی دی. د آلمانی کار فرمایانو اتحادیه یا (BDA) هم ټینگار کوي چي اکثره کډوال ډیري لږ مسلکي زده کړي لري او یا یې هیڅ نه لري. ځکه نو د هغوی له پاره یوه مسلکي زده کړه او یا نور مسلکي کیدل نه مطرح کیږي.
د همدا راتلونکي چهارشنبې په ورځ صدراعظمه انگلا میرکل، د ډیرو آلماني شرکتونو له نمایندگي سره په دې هکله خبري کوي چي څومره مهاجرین د کار په بازار کي جذب سوي دي. په همدې دلیل د کارفرمایانو اتحادیې یا (BDA) د دوشنبې په ورځ (د سپټمبر میاشتي ۱۲مه نیټه) د کار په بازار کي د مهاجرو د مدغمیدو او کار پیدا کولو یوه ۱۳ فقره اي مسوده نشر کړه چي د نورو تر څنگ په کي غوښتل سوي دي: «پراکتیکم او کار پیدا کولو ته دې امکانات اسانه سي او په دې اړه مقرراتو ته دې تغیر ورکول سي.»
په هغه کي نه یوازی باید پراکتیکم، بلکه د ژبي کوروسونه او مسلکي زده کړي، اضافه ځایونه او نور امکانات هم شامل وي.
دې موضوع په ورې تړلی انځوریز رپوټ: