آلمانانو ته د افغان مهاجرو ستونزي د تياتر له لاري ښوول
په برلين کې یوه ډله افغان مهاجرو د یوه تیاتر له لاري هڅه کړې خپلو آلماني مخاطبانو ته دا وښيې چې افغانانو بې دليله خپل هیواد نه دی پريښې. په دې انځوریز رپوټ کې د دغه تیاتر ځني صحنې لیدلای شئ.
«مجسمې خاندي» د هغه تیاتر عنوان وو چې د شنبې په ماښام آلمان ته د نویو راغلو مهاجرو د یوې ډلې له خوا د دغه هیواد په پلازمېنه برلين کې نندارې ته وړاندې شو.
د افغانستان روان وضعیت او د افغان مهاجرو ستونزو ته د دغه تیاتر د توجه په مرکز کې ځای ورکړل شوی وو.
د دغه تیاتر ټول هنرمندان له افغانستان څخه آلمان ته تازه راغلي مهاجر دي.
په دې صحنه کې د افغانستان د کلتور رنګا رانګي او له خپل هیواد سره د افغانانو مينه ښوول شوې.
له دې انځور او صحنې سره دوی غواړي وښېې چې افغانان ډير غني کلتور لري، خو له مجبوریته د خپل کور کلي پریښودو ته اړ شوي دي.
ګواکې د آلمانانو خلاصه غیږه د مهاجرت له پاره د یو شمیر کسانو د تشويق سبب شوی دی.
د مهاجرت مسیر ستونزې او مشکلات، همدارنګه د لاري په اوږدو کې پخواني او نویو جوړ شویو سرحدي خنډونو ته په دې ډول نمایش ورکړل شوی دی.
رسیدل او بالاخره نوې څیره، نوی ژوند، نوی کلتور او د نقاب تر شا ژوند. کاغذپراني (بیروکراسي) او په دوامداره توګه په ژوند پسې منډي وهل.
اوه هلکان او څلور نجوني د افغان مهاجرو د دغه تیاتر غړي دي. د دوی نږدې نیمایې د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې له خوا د رد ځواب ترلاسه کړی دی، یعنې د پناه غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.